ولسمشر اشرف غني  ننګرهار کې داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ

ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ

November 19, 2019

۱۳۹۸/۸/۲۸

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

 ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په پر مهال د داعش  ډلې ماتې اعلان وکړ او د دوی د ماتې له امله یې د مسؤلینو او خلکو د سرښندنو څخه ستاینه وکړه

هغه په دې ولایت کې د امنیتي مسولینو سربېره د ولسي پاڅونوالو او قومي مخورو سره جلاجلا کتنې درلودې.

د دې لیدنو پرمهال جمهور رییس محمد اشرف غني وویل ننګرهار کې داعش وسله والې ډلې ماتې خوړلې او اوس یې غړي له کورنیو سره دولت ته تسملېږي.

جمهور رییس غني دغه راز په ننګرهارکې دولت  ته د تسلیم شويو پاکستاني داعشیانو په اړه وویل هېڅکله به د دوی مېرمنې او ماشومان د پاکستان حکومت ته ور نکړي بلکې د دوی خپلوانو ته به یې وسپاري.

جمهور رییس محمد اشرف غني وایي، دوی به د داعش وسله والو د بهرنیو غړو له کورنیو سره د افغاني دود له مخي چلند وکړي او زیاته یې کړه چې ، د داعش تسليم شويو داخلي جنګياليو په اړه به ولس پرېکړه کوي چې، څه ډول سزا ورته ټاکي.

د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني د ننګرهار ولایتي ادارې ته سپارښتنه وکړه چې، د تسليم شويو داعش وسله والو اولادونو او مېرمنو سرپرستۍ لپاره يوه طرحه جوړه او له دوی سره  شريکه کړي، ترڅو له مخې يې ورته بوديجه منظوره شي.

View 12

Create Account



Log In Your Account