په غیرې قانوني ډول د کانونو څخه ډبرې ایستل کېږي

په غیرې قانوني ډول د کانونو څخه ډبرې ایستل کېږي

November 19, 2019

۱۳۹۸/۸/۲۸

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د هرات ولایتي شورا غړی ډاکتر نور احمد حیدري اندېښنه څرګندوي وايې یوشمېر مافیايې کړۍ د کلونو را په دې خوا په دې غیرې قانوني کړنې لاس پورې کوې خو دا چې ورسره یوشمېر حکومتي کسان شریک او ترې ګټه اخلې نو غږ نه پورته کوي.

خو د دې ولایت د کانونو ریاست مشر ضیالحق پوپل وايې تر اوسه یې څو ځله د هغه کسانو لیست ولایت مقام ته سپارلی چې پر خپل سر قیمتي ډبرې باسي او هر موټر یې په ۴۰۰۰ افغانیو پلوري دی وايې دا ډبرې تر پروسست وروسته بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې په دې کار سره افغانستان په خاص ډول هرات یو لوې اقتصادي زیان وینې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې دا ځل به د هغه کسانو نومونه عدلي او قضايي ارګانونو ته ورکړل شې کوم چې په دې غیرې قانوني کار لاس پورې کوي.

د یادولو وړ ده چې د نېږدې شلو کلونو را په دې خوا په هرات کې د مرمر او روخام ډبرو قاچاق او خپل سرې کیندنې روانې دي، خو ظاهرآ تر اوسه د دې کار مخنیوی نه دی شوې.

View 15

Create Account



Log In Your Account