هلمند کې د جېنوا کنوانسیون د ۷۰مې کلیزې په ویاړ د انځورونو نندارتون پرانېستل شو

۲۹/۸/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

هلمند کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د جېنوا کنوانسیون د ۷۰مې کلیزې په ویاړ د انځورونو نندارتون پرانېستل شو.

په دې نندارتون کې سره صلیب خپل هغه بشردوستانه فعالیتونه نندارې ته وړاندې کړې دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې ترسره کوي.

افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویانده رویا موسوی وايي له دې انځوریز نندارتون څخه یې موخه دا ده تر څو خپل فعالیتونه ټولنې ته نورو وګړو ورسوي او هغوی ته د سره صلیب د شتون او فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

د دې په وینا چې سره صلیب نړیواله کمېټې هلمند کې بېلابېل بشردوستانه فعالیتونه ترسره کوي چې په مټ یې د ټولنې یو لړۍ ستونزې حل کړې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسؤلین په داسې حال کې د جېنوا کنوانسیون له ۷۰مي کلیزې څخه لمانځنه کوي چې دا کمېټه په افغانستان کې د خپل حضور پر دوام ټينګار کوي.

کندهار کې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله وال ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په پایله کې شلغمي، قلعه شاه میر او جرخشک کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو اته پټنځایونه له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره او همداراز له ۱۷ کړۍ ماینونو سره کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې د دې عملیاتو په لړ کې ملکي خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

ننګرهار : د شېرزادو ولسوالۍ په عملیاتو کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۸/۸/۲۹

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په پېل شویو عملیاتو کې درویشت وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډیو ته وویل شېرزادو ولسوالۍ کې د پېل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۲۳  وسله وال طالبان وژل شوي او اته  تنه نور ټپيان شوې دي.

خوږیاڼي وویل همدا راز د وسله والو طالبانو اړوند دوه موټرونه، دوه موټر سايکلونه، دوه مخابرې او درې صوبه پرتلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې دي.

د والي ویاند وویل چې د عملیاتو پر مهال تر شک لاندې یو تن نېول شوی چې ترې پوښتنې روانې دي .

د نوموړي په خبره چې عملیات به تر هغې روان وي چې سیمه له وسلوالو پاکې شوې نه وي .

په خوست ښار کې چاودنې د ترافیکو عمومي امر وژلی

۱۳۹۸/۸/۲۹

په خوست ښار کې يوې بمي چاودنې د ټرافيکو د جواز سير آمر وژلی او د دغه ولايت د ترافيکو د عمومي مدير په ګډون يې درې نور کسان ټپيان کړې دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دغه چاودنه نن چهارشنبه د ورځې ۱۱:۳۰ بجې د خوست ښار په مجاهد څلور لاره کې د ترافيکو د مدير څارمن رحيم الله عالميار پر موټر شوې ده.
په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل وويل، چې د پېښې له ځايه يو مړی او څلور تنه ټپیان يوه خصوصي روغتون ته انتقال شوې دي.

 د ده په وينا په ټپیانو کې درې پوليس او يو ملکي وګړی شامل دی

.
تر دا مهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

پاکستان کې د انسان د بدن غړو خرڅلاو مخنېوی لاهم نه دی شوی

د لړم، عقرب  ۲۹  مه  ۱۳۹۸

په  پاکستان کې د انساني اعضا د خرڅلاو مخه تراوسه په بشپړه توګه نه ده نېول شوي، خو حکومتي چارواکي ادعا کوي، چې د دې ناوړه کار مخه يې نېولې ده.

                   په  پاکستان کې  ځينی راپورونه  خپاره شوي، چې د پښتورکو د خرڅلاو ترڅنګ اوس د انسان د وجود د نورو اعضاوو خرڅلاو هم  کېږي.

 دغه  هېواد په  نړۍ کې د پښتورکو د ناقانونه  تجارت  مهم  مرکز ګڼل کېږي.

 که  څه هم په نوره نړۍ کې دغه  تجارت  په  پټه کېږي، خو دلته خلک په  ښکاره دا کار کوي. ځکه  چې په  دې هېواد کې د بدن د اعضا پر ورکړه  کوم  بنديز  شتون نه  لري خو  دا که  په  خپله  خوښه  او يا هم  د پېسو د راکړې ورکړې په  بدل کې نه  وي.

 د پښتورګود ناقانونه  تجارت  اوس دې ته  لار هواره کړې، چې په  ځينو لويو ښارونو کې انسانان خپل د بدن اعضا وپلوري.

روغتيايي چارواکي وايي، چې دوی نه  شي کولای په  بشپړه  توګه  د دغه  غيرانساني کار او سوداګرۍ  مخه  ډب کړي.

 خو البته  ډېری داسې کسان يې نېولي او د قانون منګولو ته  يې سپارلې چې د انساني اعضاوو په  خرڅلاو کې دخيل  وو.

د سند ايالت  د يورالوژۍ د پښتورګو د پيوند اداره  وايي، چې  هرکال په  پاکستان کې د شاوخوا پنځه  ويشت  زره کسانو پښتورکي فعاليت  له  لاسه  ورکوي او دوه  سلنه  کسان د عملياتو په  ترڅ کې بريالي کېږي، چې د نورو په  پيوند شويو پښتورګو ژوند وکړي.

شهزاد ډيکن ګلاډيېټرز بريا ته ورسول

١٣٩٨/٨/٢٩

د ۱۰ اووريز ليګ ۱۴مه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه.
قلندرز لوبډلې ټاس وګاټه او توپ غورځونه يې انتخاب کړه.
د ګلاډياټورز لوبډلې په پوره ۱۰ اوورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې هدف وټاکه.
د ګلاډياټورز لپاره شهزاد چټکه لوبه وکړه،۶ شپږيزې او ۳ څلوريزې يې ووهلې چې په ۲۱ توپونو ۵۷ منډې سوې.
ورپسې شان واټسن ۳۰ منډې وکړې.
د قلندرز لوبډلې لپاره ګارټن ۳ او جورډن يوه ويکټه ترلاسه کړه خو مجیب الرحمن په ۲ اوورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ويکټه يې هم ترلاسه نکړه.
د ۱۲۹ منډو هدف لپاره قلندرز لوبډلې ښه پيل ونکړ.
تر ټولو ډيري منډې ورته ۴۹ ډيويډ ملان وکړې ورپسې سالټ ۲۵ منډي وکړې.
د ګلاډياټورز لپاره پولارد او کټينګ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
قلندرز لوبډلي په ۱۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۴ منډي وکړې.
لوبه ګلاډياټورز لوبډلي د ۲۴ منډو په توپير وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه محمدشهزاد ته ورکړل سوه.

ولسمشر د داعش تسليم شوې کورنۍ د پاکستان حکومت ته نه سپاري

١٣٩٨/٨/٢٩

ولسمشر غني په ننګرهار کې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره جلال اباد ته تللی او په دې اړه یې ځانګړې ناسته کې ویلي چې د داعش ډلې له تسلیم شویو ښځو ماشومانو سره به د افغاني او پښتني دودونو په رڼا کې چلند وشي.
ولسمشر د داعش ډلې د بشپړې ماتې له اعلان سره هم مهاله د ۶۱۵ تسلیم شویو داعشیانو او د هغوی د کورنیو په اړه ویلي، د هغو داعش جنګیالیو مېرمنې او ماشومان چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې پورې تړاو لري، پاکستان ته نه سپاري: (( هیڅکله به یې پاکستان ته ونه سپارو، بلکې د ولسونو په خوښه به یې د کرښې هغې غاړې ولسونو ته وسپارو.))
ولسمشر همدا راز د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته ویلي، چې شل میلیونه افغانۍ به ورکړي تر څو یې په پوره امانتدارۍ سره د داعش ډلې په تسلیم شویو بندیانو ولګوي، تر څو هغوی بې روزګاره او وږي پاتې نه شي.
ولسمشر د داعش تسلیم شویو مېرمنو په تړاو د ډیورنډ هغې غاړې قبایلو ته د سپارلو خبره داسې مهال کوي، چې تېر کال د کوزې پښتونخوا د یو نظامي افسر طاهر داوړ مړی هم چې پاکستاني استخباراتي ډلو د افغان خاورې دننه اچولی و، د پاکستان د حکومت پر ځای محسن داوړ او قبایلي مشرانو ته وسپارل شو.

پکتیا کې روحاني بابا ولسوالۍ ته غځېدلی سړک جوړېږي

۱۳۹۸\لړم \ ۲۹ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــ پکتیا

روحاني بابا له زرمت څخه جلا شوې نوې ولسوالۍ له مرکز ګردېز سره نږدې پرته ده .

دغې ولسوالۍ ته ۲۲ نیم کیلوميټره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې چارې يې عملا پېل شوې دي .

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، د دې سړک د لومړي فاز له مخې به ۶ نیم کیلوميټره سړک ورغول شي او ټول سړک د دوهم فاز له جوړېدو څخه وروسته ۲۲ نیم کیلو مټره کېږي، چې په پاخه او اساسي ډول رغول کيږي.

دا سړک به ۲۴ پلچکونه، درې کيلومټره ویاله او یو کيلو مټر اسنادي دیوال ولري، چې مجموعي لګښت يې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د افغانستان د مالیې وزارت له لورې ورکول کېږي.

والي کټوازی وايي، دوی هېله او غوښتنه لري، چې د دې سړک د جوړېدو چارې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي .

په ورته مهال د پکتیا اوسېدونکي د داسې پروژو د چارو په بې وخته پېل کېدو نېوکه کوي او وايي، سړه هوا به يې چارې زیانمنې کړي .

د ارغنداب له انارو مربا جوړه شوه

١٣٩٨/٨/٢٩

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د حرم سرای په نوم د زراعتي کوپراتیف یو مسؤول د یو شمېر بزګرانو د باغ انار د نه خرڅلاو وروسته دانه کړي او له اوبه کېدو وروسته یې د انارو مربا ځیني جوړه کړې.
دغه مربا مخکې په کلیو کي ښځو په لږه اندازه جوړوله.
د انارو مربا چې په پاکستان کې مصنوعي او کم کیفیته جوړېږي، افغانستان کې بازار لري، خو دا مربا له خالص انارو جوړه ده.
دمګړی، په بازار کې مصنوعي 500 ګرامه مربا په 400 افغانۍ خرڅېږي، خو دا طبیعي جوړه سوې مربا په 250 افغانۍ ورکول کېږي.
د دې کوپراتیف مسؤول وايي، له یو ټن انارو څخه یې 250 لېټره اوبه ایستلي او له خرابېدو څخه یې ژغورلي.
هغه وايي، که عصري وسایل ورته برابر سي، په نړیوال معیار برابر جوسونه او مرباوې جوړولای سي.