د ارغنداب له انارو مربا جوړه شوه

د ارغنداب له انارو مربا جوړه شوه

November 20, 2019

١٣٩٨/٨/٢٩ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د حرم سرای په نوم د زراعتي کوپراتیف یو مسؤول د یو شمېر بزګرانو د باغ انار د نه خرڅلاو وروسته دانه کړي او له اوبه کېدو وروسته یې د انارو مربا ځیني جوړه کړې. دغه مربا مخکې په کلیو کي ښځو په لږه اندازه جوړوله. د انارو مربا چې په پاکستان کې مصنوعي او کم کیفیته جوړېږي، افغانستان کې بازار لري، خو دا مربا له خالص انارو جوړه ده. دمګړی، په بازار کې مصنوعي 500 ګرامه مربا په 400 افغانۍ خرڅېږي، خو دا طبیعي جوړه سوې مربا په 250 افغانۍ ورکول کېږي. د دې کوپراتیف مسؤول وايي، له یو ټن انارو څخه یې 250 لېټره اوبه ایستلي او له خرابېدو څخه یې ژغورلي. هغه وايي، که عصري وسایل ورته برابر سي، په نړیوال معیار برابر جوسونه او مرباوې جوړولای سي.

View 13

Create Account



Log In Your Account