شهزاد ډيکن ګلاډيېټرز بريا ته ورسول

شهزاد ډيکن ګلاډيېټرز بريا ته ورسول

November 20, 2019

١٣٩٨/٨/٢٩ د ۱۰ اووريز ليګ ۱۴مه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه. قلندرز لوبډلې ټاس وګاټه او توپ غورځونه يې انتخاب کړه. د ګلاډياټورز لوبډلې په پوره ۱۰ اوورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې هدف وټاکه. د ګلاډياټورز لپاره شهزاد چټکه لوبه وکړه،۶ شپږيزې او ۳ څلوريزې يې ووهلې چې په ۲۱ توپونو ۵۷ منډې سوې. ورپسې شان واټسن ۳۰ منډې وکړې. د قلندرز لوبډلې لپاره ګارټن ۳ او جورډن يوه ويکټه ترلاسه کړه خو مجیب الرحمن په ۲ اوورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ويکټه يې هم ترلاسه نکړه. د ۱۲۹ منډو هدف لپاره قلندرز لوبډلې ښه پيل ونکړ. تر ټولو ډيري منډې ورته ۴۹ ډيويډ ملان وکړې ورپسې سالټ ۲۵ منډي وکړې. د ګلاډياټورز لپاره پولارد او کټينګ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه. قلندرز لوبډلي په ۱۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۴ منډي وکړې. لوبه ګلاډياټورز لوبډلي د ۲۴ منډو په توپير وګټله. د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه محمدشهزاد ته ورکړل سوه.

View 32

Create Account



Log In Your Account