ولسمشر د داعش تسليم شوې کورنۍ د پاکستان حکومت ته نه سپاري

ولسمشر د داعش تسليم شوې کورنۍ د پاکستان حکومت ته نه سپاري

November 20, 2019

١٣٩٨/٨/٢٩ ولسمشر غني په ننګرهار کې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره جلال اباد ته تللی او په دې اړه یې ځانګړې ناسته کې ویلي چې د داعش ډلې له تسلیم شویو ښځو ماشومانو سره به د افغاني او پښتني دودونو په رڼا کې چلند وشي. ولسمشر د داعش ډلې د بشپړې ماتې له اعلان سره هم مهاله د ۶۱۵ تسلیم شویو داعشیانو او د هغوی د کورنیو په اړه ویلي، د هغو داعش جنګیالیو مېرمنې او ماشومان چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې پورې تړاو لري، پاکستان ته نه سپاري: (( هیڅکله به یې پاکستان ته ونه سپارو، بلکې د ولسونو په خوښه به یې د کرښې هغې غاړې ولسونو ته وسپارو.)) ولسمشر همدا راز د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته ویلي، چې شل میلیونه افغانۍ به ورکړي تر څو یې په پوره امانتدارۍ سره د داعش ډلې په تسلیم شویو بندیانو ولګوي، تر څو هغوی بې روزګاره او وږي پاتې نه شي. ولسمشر د داعش تسلیم شویو مېرمنو په تړاو د ډیورنډ هغې غاړې قبایلو ته د سپارلو خبره داسې مهال کوي، چې تېر کال د کوزې پښتونخوا د یو نظامي افسر طاهر داوړ مړی هم چې پاکستاني استخباراتي ډلو د افغان خاورې دننه اچولی و، د پاکستان د حکومت پر ځای محسن داوړ او قبایلي مشرانو ته وسپارل شو.

View 10

Create Account



Log In Your Account