جمهوریت که امارت؟!

جمهوریت که امارت؟!

November 27, 2019

د پردې تر شا څه تېرېږي؟

ليکوال، عبدالمجید راغستانی

په قطر کې د امریکا او طالبانو په غیر رسمي خبرو کې کوم جنجالي مسائیل را پورته شوېدي؟ د قطر د غیر رسمي خبرو نه باخبره سرچینې وایي د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې ځکه ستونزمنيدې دي چي امریکائي لوری د اروپائي او نورو متحدینو په سپارښتنه او د افغان حکومت په غوښتنه غواړي: - طالبان د امریکا سره د یوه تفاهم لیک امضا کولو سره یو ځای د اوربند اعلان وکړي. -امریکائې لوری غواړي طالبان یوه روښانه اعلامیه ور کړې چې نور د امارت په لټه کې ندي او جمهوریت مني او ټاکنو ته غاړه ایږدي. -امریکا او اروپائیان غواړي چې طالبان د ښځو،بشر حقوقو د بیان ازادۍ په اړه خپل واضح دریځ اعلان کړي. د اوربند په اړه طالبان وایي چې دا موضوع به د امریکا سره تر تفاهم لیک او امریکاي قواوو د مهال وېش وروسته په بین الافغاني خبرو کې بحث پر کېږي. -د امارت او جمهوریت په اړه طالبان وضاحت نه ورکوي فقط دومره وایي په حکومت کې به د ټولو خواوو ګډون تامین شي،خو اروپائیان افغان دولت او امریکا او نور سازمانونه وایي دا خو کیدای شي طالبان امارت جوړ کړي یو څو وزیران به د نورو تنظیمو وي اما دولتي واک به د امارت وي. -د ښځو او بشر حقوقو په اړه طالبان وایي څه چې شرعیت حق ور کوي،خو امریکا وضاحت غواړي او استدلا کوي له شرعیت نه هر هېواد او ډله خپل برداشت لري دا ستاسوبرداشت باید واضع شي. -د مطبوعاتو او فردي ازادیو په اړه هم د طالبانو خبره شرعي اصول دي خو امریکا او اروپا وضاحت غواړي. لنډه خبره دا چي د امریکا متحدین له امارت نه ویره لري،او ویل کیږي ټرومپ ته چې کله اروپائي متحدینو، خپلو سناتورانو،وزیرانو او وکیلانو وویل " طالبان چي اوس هیڅ رسمي او دولتي ارګان ندئ د امارت له کلیمې نه تیریږي او د امریکا سره تفاهم( د طالبانو د اسلامي امارت )په نامه امضا کوي،نو وروسته به څنګه له امارته تیر سي!؟مانا جګړه به نه ختمیږي"ترومپ مجبوره سو مذاکرات یې لغوه کړي. دا چي ترومپ فاکس نیوز ته وویل " پر یوه نوې طرح کار کوو ..." د چارو نه خبر شنونکي پورتني مسائیل په ګوته کوي.

View 102

Create Account



Log In Your Account