اڅکزی: په افغانستان کې له تېر لسيزو ناورين دوام لري

اڅکزی: په افغانستان کې له تېر لسيزو ناورين دوام لري

December 2, 2019

د ليندۍ، قوس  ۱۱  مه  ۱۳۹۸

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ويلي، چې څلوېشت کاله کېږي چې په افغانستان کې جکړه روانه روانه  ده  پر خاوره یې د وينې تویول دوام لري او هرچا په کې ونډه اخيستې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ويلي، چې له  تېرو څلور لسيزو راهيسې په افغان وطن کې نړۍ جګړه پېل کړې او هرچا په کې خپله ونډه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړې، چې له امو تراباسينه افغان وطن له نعمتونو ډک دی خو نړۍ په کې د وينې تويولو لوبه پېل کړې ده او د هرمذهب خلکو د جګړې دې اور ته  لمن وهلې.

نوموړي دغه څرګندونې په کوېټه کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د تلين په مناسبت جوړه شوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي.

محمود خان اڅکزي زياته کړه، چې د مولانا فضل الرحمن د صدراعظم عمران خان د حکومت  پر ضد د لاریون کلک ملاتړ کوي او سياسي مخالفين د ملتپال او مذهبي ډلې دغه  يووالی نه شي زغملای.

غونډې ته د مذهبي ډلې جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، مولانا عبدالغفور حيدري، د ملتپال ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ او نواب اياز خان جوګېزي هم خپله وينا وکړه. په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمای اسلام زرګونه  پلويانو ګډون کړی وو.

View 13

Create Account



Log In Your Account