بغلان کې له یوې ماین چاودنې مخنېوی شوی

بغلان کې له یوې ماین چاودنې مخنېوی شوی

December 2, 2019

دوشنبه ۱۱ لېندۍ ۱۳۹۸

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په کیله ګي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین کشف او د دې سیمې له ملکي مرګ ژوبلې یې مخنیوی کړی دی. په همدې حال کې ځانګړو ځواکونو د پشتون زرغون ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې درې وسله وال طالبان وژلي او یو بل یې ژوندی نېولی دی. بلخوا د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې میله وسلې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

View 7

Create Account



Log In Your Account