خوست کې د حقاني ډلې د مهماتو او وسلو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه یوړل شوې

خوست کې د حقاني ډلې د مهماتو او وسلو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه یوړل شوې

December 2, 2019

دوشنبه ۱۱ لېندۍ ۱۳۹۸

نن افغان ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د حقاني وسله والې ډلې د وسلو او مهماتو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه وړلې دي. د دې عملیاتو پر مهال د حقاني ډلې یو شمېر جنګیالي ژوندي نېول شوې او همداراز یادې وسله والې ډلې به په دې سیمه کې له خلکو په بېلابېلو پلمو عشر او زکات ټولولو. د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په پای کې د کلي ځوانانو، سپین ږیرو او د ښوونځیو زده کوونکو ته یو شمېر لازم وسایل او ورزشي توکي هم ډالۍ شوي دي.

View 4

Create Account



Log In Your Account