د عالمګير وزير د بې درکی پر ضد پنجاب پوهنتون کې لاريون وشو

د عالمګير وزير د بې درکی پر ضد پنجاب پوهنتون کې لاريون وشو

December 2, 2019

۱۳۹۸/۹/۱۱

تېره ورځ د پنجاب په پوهنتون کې د زده کوونکو لخوا په پنجاب پوهنتون کې سياسي تنظيمونو باندې لګېدلې بنديزونو پرضد لاریون وروسته د پاکستان استخباراتو د وزيرستان سره تعلق لرونکی د پاکستان قومي ولسي جرګې غړی علي وزير وراره عالمګير وزير نېولو پرضد د پنجاب, سند,اوبلوچستان سره تعلق لرونکي محصلینو په پنجاب پوهنتون کې لاریون وکړ او پوهنتون يې د عالمګير تر راخلاصېدو پورې د تړلو اعلان کړی دی .

دا په اول ځل لېدل کېږې چې په پنجاب کې د ټولو قامونو محصيلنو د يو قبايلي پوهنتون لپاره په شريکه لاریون کړی چې په کې د پوهنتون يوشمېر ښځينه محصلينو هم ګډون کړې وو .

د محصلينو وينا وه چې پاکستان کې استخباراتي ادارو لخوا يوځای داسې نه دی پاتی په کومو کې چې دوی لاسوهنه نه وې کړي .د استخباراتي ادارو لخوا په پوهنتونونو کې په سياسي تنظيمونو باندې بنديزونه دا په ډاګه کوي چې رياست کې د سياسيون مخه ونيول شي او دغه ناليدلي قوتونه په رياست کې خپل واک اختيار ته دوام ورکړې .

 ولي زده کوونکې د استخباراتي ادارې دغه ارادې هيڅ کله پلي کولو ته پرې نږدي  محصلينو د رياستي ادارو پرضد په پوهنتون کې لاريون وکړ او د عالمګير وزير د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده .

View 7

Create Account



Log In Your Account