د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د افغان پوځ عملیات پای ته ورسېدل

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د افغان پوځ عملیات پای ته ورسېدل

December 2, 2019

۱۱/۹/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې ا فغان ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړل، چې اوس د دې ولایت امنیتي مسؤلین د یادو عملیاتو له پای څخه خبر ورکوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ذبیح الله وايي چې د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کې یې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي او ډیری سيمې یې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې د مارجې په عملیاتو کې شاوخوا ۳۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوې او ګڼ شمېر پټنځایونه یې له منځه وړل شوې دي.

جنرال ذبیح الله همدارنګه په مارجې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت له ډاډمنتیا څخه خبر ورکوي.

هلمند کې امنیتي مسؤلین په داسې حال کې د مارجې ولسوالۍ د عملیاتو له پای څخه خبر ورکوي چې ویل کېږي په نږدې ورځو کې به د دې ولایت په یوې بلې نا امنه ولسوالۍ کې د افغان پوځ عملیات پیل شي.

View 7

Create Account



Log In Your Account