د ګردېز حوزوي روغتون تم‌ خونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د ګردېز حوزوي روغتون تم‌ خونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

December 2, 2019

۱۳۹۸\لیندۍ\ ۱۱ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــ پکتیا د پکتيا ولايت په مرکز د ګردېز ښار کې حوزوي روغتون ته يوه تم خونه يا انتظار خونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا انتظار خونه په دوو پوړونو کې د ټولو اسانتیاو په درلودلو سره جوړه شوې، چې په یوه وخت کې د ۵۰۰ تنو ځایولو ضرفیت لري . د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، د دې خونې د جوړېدو شدیده اړتیا لېدل کېدله او وړاندې له دې څخه ناروغ لرونکې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د پکتیا د عامې روغتیا ریاست رییس ولایت خان احمدزی وايي، یاد تعمیر د ښځينه او نارینه ناروغانو لپاره جلا جلا خونې لري، چې له سهولت څخه به يې ناروغان او ناروغ لرونکې برخمن شي. یاد دې وي، د پکتیا حوزوي روغتون د سویل ختیځ زون په کچه دی، خو تر دمه پورې، یوازې د پکتیا ګڼ ناروغان له دې روغتون څخه شکایت کوي، چې دوی ته وړاندې کېدونکي خدمتونه په سم ډول ندي .

View 80

Create Account



Log In Your Account