نا دولتي (خصوصي سکتور) کارمنان هم د تقاعدۍ نه برخمن شول

نا دولتي (خصوصي سکتور) کارمنان هم د تقاعدۍ نه برخمن شول

December 2, 2019

١٣٩٨/٩/١١ له دې وروسته به هرهغه څوک چې په شرکتونو او يا هم غير دولتي دفترونو يا ارګانونو کې کار کوي، د يو دولتي مامور په څېر به د تقاعدۍ له حقوقو برخمن کېږي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت د پرلپسې هڅو له امله، د غیر دولتي کارکوونکو د تقاعد د حقونو مقرره په دریېو فصلونو او ۲۲ مادو کې تدوین شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس نافذه شوې ده. د سرچینې په خبره، دا لومړنی تقنیني سند دی چې غیر دولتي ادارې مکلفوي چې د خپلو کارکوونکو د کلني کار په بدل کې د هغه د یوې میاشتې اضافي تنخواه ورکړي.

View 7

Create Account



Log In Your Account