اچين کې لسګونه نور داعش اورپکي هم تسلیم شول

اچين کې لسګونه نور داعش اورپکي هم تسلیم شول

December 2, 2019

۱۳۹۸/۹/۱۱ تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په اچین ولسوالۍ کې لسګونه نور داعش وسلوال له خپلې کورنۍ سره  افغان ځواکونو ته تسلیم شوې دي د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډيو ته وویل  تېره ورځ افغان ځواکونو ته ۴۹ داعش وسله وال چې ۲۱ مېرمنې او ۴۳ ماشومان شامل دي دولت ته تسلیم شوې دي. خوږیاڼي  زیاته کړې چې تسلیم شویو داعش وسله والو ۳۵ میله سپکې او درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته سپارلې دي. د ویاند په خبره  په اچین ولسوالۍ له تېر یوې میاشتې راهیسې عملیات پېل کړي وو، چې تیره ورځ پای ته ورسېدل چې پر مهال له اته سوه زیات داعش وسله وال له خپلو کورنېو سره چې په کې مېرمنې او ماشومان شامل وو افغان ځواکونو ته تسلیم شوې دي. له دې وړاندې دکورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې په دې ولایت کې یې د داعش ډلې رهبري ختمه کړې ده.  

View 50

Create Account



Log In Your Account