د بادغيس جوند ولسوالۍ لار د مرکز قلعه نو سره لا هم تړلې

د بادغيس جوند ولسوالۍ لار د مرکز قلعه نو سره لا هم تړلې

December 14, 2019

۱۳۹۸/۹/۲۳

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د بادغیس ولایتي شورا مرستیال مولوي عبدالباسط صارم وايې، د جوند ولسوالۍ لارې د مرکز قلعه نو ښار او یوشمېر نورو ولسوالیو سره تړلې خو د افغان ځواکونو سره د خلګو همکاري ده چې د جوند ولسوالۍ تر دمګړۍ سقوط شوې نده، کنه هلته امنیتي وضعیت ډیر نا مناسب دی نه د هوايې او نه هم د ځمکنۍ لارې څخه حکومت ځان جوند ته رسولای شي هلته د کورنیو شمېر هم کم شوی ډیر شمېر کورنۍ له جوند څخه آبکمري او قادس ولسوالیو ته په تیښته بریالي شوې.

بلخوا د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ قومي مشران وايې، امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دولت چې د هرې ممکنه لارې څخه د نا امنۍ او د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنېوې لپاره اقدام کولاې شي باید ولسوالۍ د اقتصادي او امنیتي بندیز څخه وباسي.

په ورته وخت کې د بادغیس امنیه قومندانۍ چارواکي وايې، د جوند ولسوالۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

د یادولو وړ ده چې د نېږدې یو کال را په دې خوا د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ امنیتي وضعیت خراب دی خو ظاهرآ تر اوسه هلته د مخالفینو د ځپلو په موخه لازم اقدامات نه دي تر سره شوي دا ځکه لاهم د ولسوالۍ په شاوخوا کې مخالفین واک لري.

View 50

Create Account



Log In Your Account