پېښور کې د افغانستان لويه قونسلګري بېرته پرانيستل شوه

تلوسه / نيازمحمد خان پيښور

د مرغومي  ۹  مه/  ۱۳۹۸

دوه مياشتې وړاندې په پيښور کې د افغان مارکيټ په شخړه تړل شوی د افغانستان لويه قونسلګري بېرته پرانيستل شوه  قونسلګري پرانستو سره افغانستان ته تلونکي عامو خلکو او تجارانو د خوشالی څرګندونې کړې دي .

تلوسې راډیو ته په دې هکله عارف الله همدرد نومي کس وينا وه چې قونسلګري بنديدو سره خلک  د سختو مشکلاتو سره مخ وو دواړو خواؤ ته د خلکو اړيکې ختمې شوې وې ډير خلک د غم او خوشالو نه پاتې شوې وو .

ويزه اخستونکيو وينا وه چې کله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شي د قونسلګري او يا د سفارت تړلو پرځای دې شخړې هوارولو  لپاره دې د خبرو لاره غوره کې

قونسلګري پرانستو باندې د پېښور تاجرانو هم د خوشالی څرګندونې کړې دي تلوسې راډيو ته د پاک افغان تجارت مشترګه خونې معاون ضياالله سرحدي وويل چې پرېکړې سره تجاران د سختومشکلاتو سره مخ وو او دواړو خواؤ ته تجارت په ټپه درېدلي وو . دواړه هېوادونه بايد ولسونه او تجارت د سياست نه لرې وساتي .

ضياالله سرحدي چې دا مهال په کابل کې پاکستان تجارانو يو پلاوي سره په سفر دی وينا وه چې پاکستان سفارت هم په کابل کې د ويزو څانګه پرانستې ده او پاکستان سفير زاهد نصرالله اعلان وکړ چې سره له نن به ټولو تجارانو ته يو کلنه ويزه ورکړل شي او داسې نورې آسانتياوې هم ولس ته په پام کې نېولې دي .

 ضيا الله سرحدي وينا تر مخه دواړو خواؤ تجاران په دې سره وتوانېدل چې د تجارت پراختيا لپاره بايد دواړه هېوادونه بشپړ کوټلي ګامونه پورته کړي او په سرحدونو باندې تجارانو ته آسانتياوې برابرې کړي

د بلوچستان ځينې سيمې سختې وچکالۍ ځپلې دي

د مرغومي، جدي  ۲  مه  ۱۳۹۸

د بلوچستان زياتره  سيمې له  سختې وچکالۍ سره  مخامخ دي د اغېزمنو سيمو اوسېدونکي وايي، اړ دي چې نورو سيمو ته  کډه وکړي.

 په کوېټه کې د بلوچستان د طبعي پېښو پر ضد د مبارزې اداره  وايي، چې په  ايالت  کې د اوږدې وچکالۍ له  امله  نيم ميليون خلک له  دې ناورين سره مخامخ  دي د اوسنۍ وچکالۍ له  امله  د ايالت  کرهنې او مالدارۍ  ته  درانه  زيانونه   اووښتې دي.

اداره  زياتوي چې د ايالت  په  شل ولسواليو کې د وچکالۍ  له  امله  شاوخوا يولک  کورنۍ اغېزمنې شوې دي او دغه ولسوالۍ د ځايي چارواکيو د راپورونو پر اساس  وچکالۍ ځپلې ګرځول شوې دي.

د ادارې  د چارواکيو په  خبره په  بلوچستان  کې چې زياتې اغېزمنې سيمې دي په  هغو کې پښين، کلات، چاغي، نوشکي، کلاعبدالله او اواران  شامل دي، چې په کې له  اوږې مودې  راهيسې باران  نه  دی شوی.

د بلوچستان  اعلی وزير جام کمال ويلي، چې د اغېزمنو خلکو د مرستې په  لړ کې به  حکومت  ګامونه  واخلي.

د بلوچستان د مستونګ  سيمې اوسېدونکی  کروندګر وايي، په  سيمه کې زياتره خلک پر کرهنه او مالداري تکيه کوي، خو د اوږدې وچکالۍ په نتیجه کې د اوبو سطح  ټيټه  شوې او کرهنې ته  سخت زيان  اووښتی دی.

د اغېزمنو سيمو اوسېدونکي وايي، چې د وچکالۍ او د اوبو د نشتوالي له  کبله اړ دي، چې نورو سيمو ته  کډه وکړي خو د حکومت له لورې له خلکو سره نه  کومه  مرسته  شوې او نه  هم په دې اړه کوم ګامونه  اخيستل شوې دي.

 

پکتیا والي: د روغتیا په برخه کې پرمختګ شوی

۳۹۸\مرغومې\ ۱۰ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ــ پکتیا

په ولسوالیو کې د بېلابېلو روغتیایي کلینيکونو ارتقاع، د پکتیا ولایتي روغتون حوزوي ته ارتقاع او  ځینې نورې هغه کړنې دي، چې د پکتیا ولایتي چارواکي یې لاسته راوړنې بولي او وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د روغتیا په برخه کې چټک پرمختګ شوی دی.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، د روغتیا په برخه کې د دوی پرمختګ چټک دی، حوزوي روغتون په پښو درېدلی، د بېلابېلو ناروغیو پکې جلا څانګې رامنځته شوې او تر څنګ يې څو کلینيکونه، چې پخوا د موسساتو په چوکاټ کې وو، اوس دولتي سیستم ته انتقال شوې دي.

د روغتیا د برخې مسولین هم مني، چې د روغتیا په برخه کې پرمختګ شوی او اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د پکتیا عامې روغتیا ریاست رییس ولایت خان احمدزی وايي، پخوا حتی دې ریاست هم ودانۍ نه درلوده، چې دوی له ستونزو سره مخ وو، خو اوس پدې او ورته نورو برخو کې کار شوی او زیاتې پروژې پلې شوې او ځینې نورې هم د پلې کېدو په حال کې دي.

مسولین داسې مهال د روغتیا په برخه کې د پرمختګ خبره کوي، چې لا هم د پکتیا اوسېدونکي له ناسمو روغتیايي خدمتونو ځورېږي

د هلمند په دریو ولسوالیو کې مجهز روغتیايي مرکزونه جوړېږي

۱۰/۱۰/۱۳۹۸

د هلمند روغتیايي مسؤلین وایي هڅې یې را پېل کړي دي ترڅو د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ولسي وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د هلمند عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم  زیاتوي چې په نږدې راتلونکې کې به د هلمند په ګرمسیر، ګرشک، او نادعلي ولسوالیو کې د دریو ۵۰ بستریز روغتونو د جوړولو چارې پيل شي.

حازم همدارنګه زیاتوي چې د دې تر څنګ یې هڅې پېل کړي چې ۲۴ بابه نور روغتیايي کلینيکونه به هم د هلمند ولایت په بېلابېلو سيمو کې جوړ شي چې له یو لورې به له روغتیايي برخو څخه د فارغو شوو کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي او همدارنګه به ولسي وګړو ته پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې شي.

هلمند کې لاهم په ځينو سيمو کې ولسي وګړي د امنیتي ننګونو او بېلابېلو ستونزو له امله روغتیايي اسانتیاؤ ته لاسرسی نلري.

راشد خان په يو نوي ډول بېټ لوبه وکړه

١٣٩٨/١٠/١٠

په لومړي ځل راشد خان په کریکټ کې داسې يو بېټ راوړاندې کړ، چې تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوی.
راشد خان چې اوس مهال په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د يکشنبې په ورځ د ميلبورن رينيګاډز پر وړاندې په لوبه کې هغه په يوه نوي بېټ باندې توپوهنه ترسره کړه، چې دا ډول بېټ تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوی
د کرکټ اسټراليا وېبپاڼې دغه بېټ ته د (The Camel) نوم ورکړى دى، يعنې (اوښ بېټ). راشد خان په دغه (اوښ بېټ) باندې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او ٢٥ منډې يې وکړې.
هغه په دغه لوبه کې همدا راز ٢ لوبغاړي هم وسوځول و کمې منډې يې ورکړې، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډله يې بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه
د (اوښ بېټ) تر شا اصل کيسه څه ده، ويل کېږي چې افغانان ډېر پخوا په اوښانو باندې اسټراليا ته تللي و، راشد خان د همدې لپاره دغه بېټ رامخې ته کړى و، تر څو د افغانانو او اسټراليا ترمنځ هغه پخوانۍ کيسې يو ځل بيا په اسټراليايانو کې را تازه کړي.
بله یې هم دا چې سنرایزرز حیدآباد د هند لیګ هم له راشد خانه د اوښ بېټ کارولو غوښتنه کړې.
د اوښ بېټ ځانګړتيا دا ده چې شاتنۍ برخه کې لکه اوښ دوه کومي لري.
لنډه دا هغه کار چې فرهنګ وزارت، علومو اکاډمي، زرګونو ليکوالانو، شاعرانو، فرهنګي ټولنو په لسګونو کلونو نه شوای کولی راشد په يوه لوبه کې ترسره کړ
مننه راشد خانه.

غزني کې د نشه يي توکو ۱۲ کارخونې کشف او له منځه یوړل شوې

سه شنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۸

تېره شپه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکونو سره یو ځای د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په بالي بالا کلي کې د وسله والو د مالي سرچینو د له منځه وړو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو ۱۲ کارخونې چې ۱۳۴ ټُنه چرس پکې ځای پر ځای وو، کشف او له منځه وړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې غزني کې د نشه يي توکو د دې کارخونو په له منځه وړو سره د وسله والو لویې ملاتړې مالي سرچینې له منځه وړل شوې دي

کونړ: د چت پریوتو پېښه کې ۶ ماشومان وژل شوي

۱۳۹۸/۱۰/۱۰

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

چارواکي وایي د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې تېره شپه د یو کور چت پریوتو پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوې دي .

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تلوسې راډیو ته وویل د اسمار ولسوالۍ ګردو کلي کې یو زوړ کور چت غورځېدلی چې پکې شپږ ماشومان وژل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه نور پکې ټپیان دي .

مصمم وویل چې ټپیان د اسعد اباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې تر درملنې لاندې دي .

نوموړي وویل چې د ولایتي ادارې له لورې د مرستندویه ډله سیمې ته رسیدلې دي .

ها خوا د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي  د دوو اورکزيو په ګډون درې داعش وسله وال  نیولې دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډیو ته وویل جلال اباد ښار او مومندرې ولسوالۍ کې ملي امنيت رياست له لورې د داعش وسله والو درې غړي، چې يو يې د دې ولایت اچين او دوه د پښتونخوا د اورکزيو سيمو اوسېدونکي دي نیول شوې دي .

خوږیاڼي وویل نيول شويو کسانو لومړنېو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ترې نورې پوښتنې روانې دي.

پولیسو ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پېر- پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي

سه شنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۸

تېره ورځ د نیمروز، خوست، پروان او فاریاب ولایتونو ملي پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پېر – پلور او قاچاق او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه نیمروز کې پولیسو ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې په یو عراده لېږدوونکې واسطې کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي؛ خوست کې هم پولیسو ۱۱ تنه چې په ښار او ولسوالیو کې به یې د نشه يي توکو پېر او پلور کولو او همداراز غیرقانوني وسلې به یې ګرځولې، له یو شمېر نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو سره نیولي؛ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ پولیسو هم یو تن چې ۱۴ کیلو ګرامه چرس یې په یو عراده لېږدوونکې واسطې کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له شمال څخه یې کابل ته قاچاق کړي، نیولی دی؛ د یادونې وړ ده چې د فاریاب ولایت پولیسو هم د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د یو شمېر امفتامینو، چرسو، تریاکو او هیرویینو د پلور په تړاو نیولي دي.

تخار کې ۱۰ کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي او ۱۷ طالبان وژل شوي

سه شنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۸

له تېرې ورځې راپدېخوا امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نا امنو سیمو کې د وسله وال ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د دشت قلعه ولسوالۍ ۱۰ واړه او لوی کلي د وسله والو طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاک شوي او د نظامي ځواکونو عملیات به په دې سیمه کې د وسله والو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر او اووه عرادې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.