راشد خان په يو نوي ډول بېټ لوبه وکړه

راشد خان په يو نوي ډول بېټ لوبه وکړه

December 31, 2019

١٣٩٨/١٠/١٠ په لومړي ځل راشد خان په کریکټ کې داسې يو بېټ راوړاندې کړ، چې تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوی. راشد خان چې اوس مهال په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د يکشنبې په ورځ د ميلبورن رينيګاډز پر وړاندې په لوبه کې هغه په يوه نوي بېټ باندې توپوهنه ترسره کړه، چې دا ډول بېټ تر دې مخکې په کرکټ کې نه دى ليدل شوی د کرکټ اسټراليا وېبپاڼې دغه بېټ ته د (The Camel) نوم ورکړى دى، يعنې (اوښ بېټ). راشد خان په دغه (اوښ بېټ) باندې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او ٢٥ منډې يې وکړې. هغه په دغه لوبه کې همدا راز ٢ لوبغاړي هم وسوځول و کمې منډې يې ورکړې، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډله يې بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه د (اوښ بېټ) تر شا اصل کيسه څه ده، ويل کېږي چې افغانان ډېر پخوا په اوښانو باندې اسټراليا ته تللي و، راشد خان د همدې لپاره دغه بېټ رامخې ته کړى و، تر څو د افغانانو او اسټراليا ترمنځ هغه پخوانۍ کيسې يو ځل بيا په اسټراليايانو کې را تازه کړي. بله یې هم دا چې سنرایزرز حیدآباد د هند لیګ هم له راشد خانه د اوښ بېټ کارولو غوښتنه کړې. د اوښ بېټ ځانګړتيا دا ده چې شاتنۍ برخه کې لکه اوښ دوه کومي لري. لنډه دا هغه کار چې فرهنګ وزارت، علومو اکاډمي، زرګونو ليکوالانو، شاعرانو، فرهنګي ټولنو په لسګونو کلونو نه شوای کولی راشد په يوه لوبه کې ترسره کړ مننه راشد خانه.

View 192

Create Account



Log In Your Account