قاسم سليماني سم وپېژنئ؟

قاسم سليماني سم وپېژنئ؟

January 6, 2020

زما نوم قاسم سلیماني دی. په دې باید پوه شی چې د ایران، عراق، لبنان، غزې او افغانستان سیاستونه زه کنترولوم. ‎

پورتنی پېغام د عراق جمهور ریس جلال طلباني د ۲۰۰۸ کال د پسرلي په یو غونډه کې امریکایي جنرال پیټریوس ته د خپل تلیفون څخه ور ښکاره کړی. پیټریوس په دې عجب پیغام هیڅ تعجب و نکړی ځکه چې قاسم سلیماني یې پېژنده. داسې که نه وو، کم هم نه وو. ‎- قاسم سلیماني ۶۳ کاله تر مخه د افغانستان د سرحد سره نیژدې په کرمان کې وزېږېد. د لمړني ښوونځي لوستلو په څنګ کې یې پر پلار باندې د دولت د نهه زره ریالو د قرض د اداء کولو لپاره خټګري کوله د لمړني ښوونځي څخه په کلنۍ کې فارغ شو په دغه کال یې کلی پرېښوی که یې ۴۵ ورځنی عسکري تعلم حساب نه کړو نو زده کړې یې فقط پنځه کاله لمړنۍ ښونځي پورې محدودې دي. ‎- په اتلس کلنۍ کي د ایران د اوسني لېډر خامنیي د یو شاګرد د مجلسونو سره اشنا شو د خمیني د انقلاب پر وخت۲۲ کلن وو چي د مهاباد د کردانو د قیام سرکوبولو ته واستول شو کردان یې سرکوب کړل د سپاه پاسداران انقلاب (سپاه) صادق غړی وګڼل شو- د ایران- عراق د جنګ په لویو عسکري عملیاتو کې کامیاب شو د دغه ځایه یې مهم روابط جوړ کړل چې ټول عمر یې استفاده ځنې وکړله په ایران کې تر اوسه پورې د ایران - عراق د جنګ هغه قومندانان چې صادق ثابت شوی دی په لوړو مقامونو کې دی. ‎- قاسم سلیماني د ډیسپلین امتحان د ایران په ختیځ سيستان- بلوچستان کی ورکړی هلته یې د سنیانو په منځ کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د لویو لارو د غلو سره په مقابله کې په سلګونه شعیه عسکر له لاسه ورکړل خو کلک نظم یې راوستی ‎- په ۱۹۹۷ کي ایران په یو حساس حالت کی وو د ایران جمهور ریس محمد خاتمي د ( سپاه) قوت ختمول غوښتل خو دیني لېډر خامنایی برعکس سپا نور هم قوي کوي د ایران ختیځو سرحدونو ته سني پښتانه طالبان پراته ول ایران خپل دا سرحدونه مصؤن نه حسول. طالبان یې د پاکستان او سعودي خلګ بلل د خپل ځان لپاره یې غټ تهدید حساسوو نو شخصا خامنایي ، قاسم سلیماني د سپاه په چوکاټ کې د زورور لښکر ( سپاه قدس) مشر و ټاکل شو په ۱۹۹۷ کې د سلیماني د ټاکل کېدو لوی سبب دا وو چې قاسمي په افغانستان کي ډېر بلد وو له هغه وخته تر نن ورځې خامنایي د قاسم سلیماني څخه هیڅ ډول ملاتړ نه دی سپمولی

ایرانۍ خبرپاڼه آپارات د سلیماني په هکله لیکي “ خاور میانه روی انګشت این مرد میچرخد - هغه عراقي چارواکي چې د قاسم سلیماني سره یې شناخت درلودلی د هغوی څخه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ تر منځ د امریکا سفیر (راین کراکر ) و پوښتل ایا سلیماني دینداره مسلمان دی؟ هغوی جواب ور کړ چې د لمانځه لپاره جامع ته ځي خو د هغه اصلي محرک او د مجادلې انګېزه پارس ملتګرایي ده  ‎-سپاه قدس په ۱۹۸۷ کی د خمیني له خوا د اسرائلو څخه د قدس د ژغورولو لپاره جوړ شو د وخت په تېرېدو سره دا ډله د شعیيزم د خدمت لپاره شوله سنیان په دنیا کې ځينې لیرې شول په ۱۹۹۷ کی د سلیماني د سپاه قدس د قومندان ټاکل کېدو سره دا ډله کرار کرار د استخباراتو په را ټولولو، د شوي قصدونو او ترورونو، د تورو پیسو په جمع کونکې، د ورانکاری کولو او خاصو عملیاتونو په دستګاه بدله شوله ‎د دې ډلې مرکز په تهران کې د امریکا د سفارت هغه تعمیر دی چې په ۱۹۷۹ کي ایراني محصلینو نیولی وو او ۴۴۴ ورځې یې هلته امریکایی کارکونکي اغوا کړې ول ‎د سپاه قدس د غړیو شمېر مالوم نه دی خو یوه برخه یې د مستقیم جنګ لپاره، یوه برخه یې د خاصو شؤ قصدونو لپاره او یوه برخه یې د استخباراتو د را ټولولو لپاره په تهران او شیراز کې روزل کېږي تر زدکړو وروسته د سپاه قدس غړي د دیني زدکړو لپاره د قُم ښار ته لېږل کيږي. - سلیماني چي د سپاه قدس مشر شو پر لبنان یې ډېر ژر تاثير وکړی د دُرزي د قبیلې مشر ولید جُمبُلات وایي چي په لبنان کې د تصامیمو نیولو مرکز اصلي حزب الله نه دی  مستقیماً علي خامنیي او قاسم سلیماني لبنان اداره کوي د لبنان د صدراعظم رفیق حریري په وژنه کې هم سلیماني پړ ګڼل کیږي. کله چي سلیماني د قدس د اردو مشر شو، اسرایل پسله شپاړسو کالو د جنولي لبنان څخه ووتل په ۲۰۰۶ کې چې د حزب الله او اسرایلو جنګ شو، د حزب الله په قرار ګاه کې سلیماني خاص ځای درلود د ۴۴ ورځې جنګ په جریان کې د شعیه ملېشو له خوا په عراق کې پر امریکایان د حملو لږېدلو امریکایان حیران کړي وو د نيویارکر مجلې څخه ډیکسټر پیلسن وایي چي یو عراقي چارواکي را ته وویل ، د لبنان او اسرایلو تر جنګ وروسته قاسم سلیماني امریکایی قومندانانو ته داسې مسیج لېږلی وو؛ “ امید لرم چي دا څو ورځې مو په بغداد کې پر ارامۍ او سکونت خوند اخیستی وي زه په بیروت کې یو څه مصروف وم.” - په افغانستان کي قاسم سلیماني د طالبانو په مقابل کې شمالي اتحاد سخت تقویه کړی خو بیا هم دلته ایران خپل ډېر قوت له لاسه ور کړی وو  په ۲۰۰۱ کې چي د امریکا پر تجارتي مرکز حمله وشوله، پر القاعده تاوان سوله او امریکا پر افغانستان د حملې اعلان وکړ. دا د ایران لپاره د اختر ورځ وه ځکه د ایران له نظره طالبان د ایران د لوی رقیب سعودي خلګ وو نو ایران د امریکا سره د پټو دروازو شا ته اتفاق وکړ. په جینیوا کې د امریکایي او ایراني چارواکو تر منځ یو لړ کتنې وشولې ایرانیانو د امریکایانو مخ ته یوه نقشه کښېښوله په نقشه کې د طالبانو او نورو سني مسلحو ګروپونو د کمپنو، عسکري فرقو، د اسلحو د ډیپوګانو موقعیتونه د ټولو جزیاتو سره موجود وو. ایراني هیئت

امریکایي هیئت ته وویل، دا هغه هدفونه دي چې موږ یې ویشتل او محوه کېدل غواړو امریکایي د هیئت غړی راین کراکر وایي چې ما ایرانیانو ته وویل د دې نقشې څخه ځنې نوټونه اخیستلای شو؟ ایرانیانو وویل چې ټوله نقشه اخیستلای شی دا نقشه ستاسو ده راین کراکر وایي چې هغه وخت هم ایراني هیئت ته ټولې لار ښوونې د قاسم سلیماني کولې تر ۲۰۰۲ پورې ایران او امریکا په افغانستان کي په ګډه کار کوي تر څو چي بوش ایران د شر محور و بلی ایران د ۲۰۰۱ څخه تر ننه په افغانستان کي تقریباً تر نیم زیاد حکومت په لاس کې اخیستی دی د افغانستان ټول چارواکي ایران په پیسو، ترورونو باندې تطمیع کړي دي ایران وتوانېدو چې د افغانستان هزاره ګان او شعیه ګان مذهبي توندلارې کړي ایران افغانه مېډیا په لاس کې واخیستله پر افغاني ژبو یې خپله پاړسي مسلطه کړله د افغان واحد ملت داعیه یې د چیلنجونو سره مخامخ کړله ایران افغان اقلیتونه د افغان ملي هېواد پر ضد و روزل مثلاً ایران د افغانستان په هر ولایت کې لمړی شعیه ګانو او بیا فارسي ژبو ته رسیدګي وکړله ټول یې منظم او رهبري کړل د افغانستان د هزاره ګانو ولایات لکه دایکنډی او بامیان تر کابل د تهران امر ښه مني پژواک تازه عکسونه خپاره کړي دي چې د قاسم سلیماني نوی ځای ناستی سلیمان قاني او د سپا بل قومندان په بامیان کې د اوسني والي سره ازادانه ناست ده همدا ډول په کندهار کې د احمدشاه بابا راوستلي شعیه کارګران ډېر لبرال ، صلح پسنده او ازاد فکره خلګ ول خو په تېر ۱۹ کاله کې ایران داسې حالت ته را و رسول چې اوس ټول د ایران سره روژه او اختر کوي، نه د افغانستان سره  په ۳ ملیونیز کندهار کې شعیه ګان نیم فیصد هم نه دي مګر د کندهار څخه پارلمان ته په یوولسو وکیلانو کې اول نمبر رایه یو شعیه اخیستې وه په ۲۰۰۴ کې، یونس قانوني ته، په ۲۰۰۹ کي ، ۲۰۱۴ کې او په ۲۰۱۹ کي عبدالله عبدالله ته د کندهار شعیه ګانو رایه مفته ورکړله که څه هم دا شعیه ګان د پښتنو سره جوړ دي مګر تر شا ایران کلک ولاړ دی د پښتنو په مقابل کې یې قوي کوي په تېرو انتخاباتو کي اشرف غني مکمل کندهار په لاس کې اخیستی وو خو بیا هم شعیه ګانو عبدالله ته ۳ زره رایي ور ټولې کړلې ایران هغه ټولې افغاني انکشافي پروژې تخریب کړلې چي هغه به واحد افغان ملت جوړوو او یا به یې ایران ته تاوان رسېدو. مثلاً د اوبو پر بندونو یې حملې وکړلې د ښارونو مرکزونه یې د سقوط سره مخامخ کړل متنفذین او چارواکي یې ترور کړل یا په پیسو یې رانیول حنیف اتمر، حامد کرزي غوندې لوی خلګ د ایران په لاس کې ول. شعیه او یا فارسي ژبي د افغانستان مشران د لویه سره د ایران خلګ دي د کندهار مړه قومندان رازق هم د ایران څخه اسلحې رانیولې ادعا کیږي چي اتمر د ایران په امر رازق په کندهار کې وساتی، اشرف غني یې ور پرې نږدي چي په کندهار کې اصلاحات راولي. بله ادعا داسې ده ؛ ایران د کندهار په ولایت کې د رازق په توسط بمونه و چاودل چې د اماراتو سفیر، د کندهار د والي معاون او ګڼ عرب او افغان چارواکي یې شهیدان او ټپیان کړل د اماراتو سفیر په کندهار کې سرمایه ګذاري کوله خو ایران پرې نښوې دا کار یې د سر په قیمت ور ته تمام کړی د کندهار په ولایت کي چې رازق بم و چاودی امریکایانو سترګې پر پټي کړلې رازق چې اماراتو وویشتو هم امریکایانو سترګې پرې پټې کړلې.

پورتني مثالونه مشت نمونه خروار حساب کیږي په ټول افغانستان کې ایران ننوتلی دی په افغانستان کې د ایران مداخلې ټولې د قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندي کېدلې هزاره او ځینې تاجک مشران قاسم سلیماني ( حاج قاسم) بولي د خدای دومره اطاعت نه کوي لکه د حاجي قاسم په افغانستان کې د ایران رول او نفوذ د ایران تر هر همسایه زیاد دی په تېر ۲۳ کاله کې د حاج قاسم په افغانستان کې پر مداخلې باندې د ماسټرۍ او دوکتورا تېزسونه هم نشي رسېدلای خو له بده مرغه په دې هکله څېړنې او مقالې بیخي موجودې نه دي. یادونه: د قاسم مرګ افغانانو ته دا چانس ورکړی چې په خپل دولت کې د ایران ننوتل وویني که په پاکستان کې ورته پېښه شي، ښايي د افغانستان ټول ارګانونه مالوم شي چې د پاکستان په لاس کې دی. امریکا په افغانستان کې خپل کار کوي د افغانانو استراحت او امنیت یې تر افغانانو زورورو ته ور پریښی دی. - ایران په ۲۰۰۲ کې پوه شوی ؤ چي امریکا د اشغال دوهم هدف عراق ټاکلی دی. د وختي څخه یې تیاری نیولی وو د دې تياريو کوردیناتور هم قاسم سلیماني وو د ایران تخمین رشتیا شو امریکا ، عراق اشغال کړی. ایران د وخته یو لوی قوت برابر کړی وو تر څو د ایران نیابتي جنګ په عراق کې مخ ته یوسي د مهدي اردو، د حزب الله لېوا، د بدر لېوا او د عصائب اهل الحق؛ د ایران حمایه کړي هغه شعیه ګروپونه وو چې د ایران د لوی دښمن صدام حسین د را نسکورولو لپاره یې د امریکا سره همکاري وکړله د صدام حسین د نسکورېدو وروسته دغو ګروپونو پر امریکایانو اسلحې وروړولې امریکا ته د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ په منځ کې تر ویټنام وروسته تر ټولو ډېر تلفات په عراق کې ور واوښتل. د کلینټن د جمهوري ریاست د وخت د تروریزم سره د مجادلې د ادارې یو مهم مامور( ریچارډ کلارک) والسټرېټ ژورنال ته ویلي دي چې “قاسم سلیماني یو شیطاني نابغه دی چې په منطقه کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو لپاره کار کوي.” په سوریه کي د عراق د حکومت د جوړولو لپاره ایران، حزب الله او ترکیه سره را ټول شوي وو قاسم سلیماني هم په دې غونډه کې ؤ هغه وخت ټولو خبري اژانسونو وویل چي سلیماني پر ټولو اړخونو زور راوستی چې مالکې د ایران صدراعظم شي دغسې وشول د عراق د لېډرانو څخه جمهور ریس جلال طلباني یو د هغو کسانو څخه ؤ چې د سلیماني سره یې ډېر ملاقاتونه کول په ۲۰۱۰ کي د ۹ میاشتي سختو مذاکراتو وروسته امریکایانو ، د ایران له ملاتړه برخمن مالکي صدراعظم کړی امریکایانو غوښتل چې مالکي په عراق کې د امریکایانو پاته کېدل و غواړي دا کار کېدونکی وو خو قاسم سلیماني کله مساعده کوله ډیکسټر فیلکینس وایي چې قاسم سلیماني په مذاکراتو کې دوه شرطه درلودل یو د ایران سره ښه روابط درلودونکی جلال طلباني بايد جمهور ریس پاته شي او بل مالکي او د حکومت د ائتلاف غړي به پر دې اسرار کوي چې امریکایان به په تمامه مانا له عراقه وزي هماغسې هم و شول د قاسم سلیماني رول چي به په جنجالونو کې هر څونه ډېر وو خو چا قاسم سلیماني هلته نشوای لیدلای ګارډین ورځپاڼې ته یو امریکایي چارواکي سلیماني داسې معرفي کوي. “ هغه یو بې رحمه دی واک یې هر څوک په تعجب کې کوي هغه په هر ځای کې دی او په هیڅ ځای کې هم نه دی د عراق د ملي امنیت پخوانی مشاور موفق ربعا وایي “ قاسم سلیماني د عراق تر ټولو زورور سړی دی د هغه بې اجازې په عراق کې هیڅ هم نه کېږي.” - سپاه قدس چې سلیماني یې قومندان دی نه یواځې په ایران کې، په ټول منځني ختیځ کې ساری نه لري. د منځني ختیځ تقریباً ټول شعیه ګروپونه یې پر ځان ورتول کړي دي داعش چې د عراق د نیمایي څخه زیاته برخه ونیوله سلیماني بیا ساحې ته راغلی په عراق کې یې د مالکي پر ځای عبادي صدراعظم کړی په دې وخت کې سلیماني پر مېډیا تر هر وخت ډېر را ښکاره شو د کومه وخته چې سلیماني د قدس د اردو قومندان شوی وو خپل نوم او کړنې یې په دقت سره د مېډیا څخه پټولې خو د داعش سره د مخامخ کېدو سره نور ، قاسم په عراق کې د ایران د زور او قوت د نمایش سمبولیک نوم شو د ایران رسمي او غیر رسمي خبري اژانسونو ، ویبسایټونو هره ورځ د عراق په مختلفو نقطو کې، کله د عراقي اردو سره، کله د شعیه ملېشو سره، کله د پېشمرګه عسکرو سره د قاسم سلیماني عکسونه خپرول پېل کړل بله مهمه خبره دا چې د داعش سره د جنګ لپاره د شعیه ملېشو څخه جوړ شوی حشدالشعبي ګروپ چې سلماني د پردې تر شا قومنده ورکوله، د امریکایانو سره اوږه په اوږه د داعش په مقابل کې جنګېدل داعش په ۲۰۱۴ کال په موسول کې خلافت اعلان کړی چې په درې کاله کې د عراق له خاورې پاک شول قاسم سلیماني په عراق کي ورځ تر بلې خپل واک زیاتوي اخري ځل د ۲۰۱۹ د اکټوبر په میاشت کې چې د حکومت په مقابل کې مظاهرې شروع شولې، سلیماني بیا مطرح شو د تهران او بغداد تر منځ اوه سوه صفحې پټ مالومات نيویارک ټایمز خپاره کړل نویارک ټایمز خبر خپور کړی چې د عراق مظاهرې د ایران مداخلې په مقابل کې وې په دې وجه سلیماني بیا عراق ته راغلی اخري ځل امریکا د حزب الله لېوا بمبار کړله او سبب یې دا شو چې حزب الله په کرکوک کې پر امریکایي اډه توغندۍ ور غورځولی دی. - په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د جنګ د شروع څخه مخالفین غالب ول په ۲۰۱۳ کې چې په لمړي ځل قاسم سلیماني مداخله وکړله د جنګ پله واوښته. د اسد مخالفین کرار کرار پر شا کېدل قاسم سلیماني په سوریه کې تر روسیې او اسد دواړو ډېر تاثیر ګذاره وو هلته یې ترکیه، امریکا، فرانسه په نیابتي جنګ کې پر شا وتمبول د اسد چوکۍ یې ور وساتله غیر رسمي شمېرې وایي چې په سوریه کې دوه نیم زره ایراني عسکر مړه دي د سلیماني معاون خیرالله صمدي هم په سوریه کې ووژل شو په ۲۰۱۹ فبروري کې د منځني ختیځ مهمه بله پېښه دا وه چې د سوریې جمهورریس بشارالاسد ایران ته ولاړ دا دعوت سلیماني جوړ کړی وو د بشرالاسد استقبال ته سلیماني ورغلی وو، د ایران خارجه وزیر جواد ظریفي نه وو پر دې موضوع ظریفي استعفا وکړله خو قبوله نه شوله. - د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې امریکا سپاه په رسمې ډول د ترورستو ګروپونو په لیست کې ثبت کړ په دې ډول امریکا په لمړي ځل د یو دولت اردو په رسمي ډول تروریست ګروپ اعلان کړ ایران هم د امریکا د مرکزي قواوو قومنداني (CENTCOM) په رسمي ډول تروریست ګروپ اعلان کړ د ایران یو خبري چینل ته په اخري ځل سلیماني وویل “ ټرمپ چې ګواښونه کوي، هغه ته جواب ور کول زما وظیفه ده د ټرمپ مخاطب زه یم نه جمهور ریس روحاني.” تېر کال د جولای په میاشت کې سلیماني په سوریه کي وو هلته یې د ایران په حمایه کې عسکري ګروپونو ته امر وکړ “ د امریکا سره جنګ ته اماده اوسئ.” - په یمن کې د مرکزي حکومت او سعودي عربستان د ائتلاف په مقابل کې حوثي وسلوال مقاومت هم قاسم سلیماني تنظیموی. - د ۲۰۱۱ کال د می په میاشت کې قاسم سلیماني د ایران د قوم ښار په لوی دیني مرکز حقانيه مدرسه کې شاګردانو ته سیمینار ورکوی. په دې سیمینار کې د لمړنۍ ښونځي فارغ استخباراتي کس سلیماني د لیدلوري پراخوالی لیدل کیږي سلیماني په سمینار کې وویل ، په منځني ختیځ او افریقا کې ټولنیز حرکتونه د انقلاب لپاره تر د ټولو غټ امکانات راوړي تاسو باید خپل مسئولیتونه و پېژنئ. سلیماني هغه وخت په سوریه کې مداخلې ته اشاره کوي او همدا رنګه خپل نیت ښکاره کوي چې عرب بهار به د ایران په ګټه استعمالوي سلیماني وایي.” نن ورځ د ایران ظفر یا ماته په مهران او یا خرم ښار کې نه مالومیږي. سرحدونه مو پراخ شول په مصر، عراق، لبنان او سوریه کې به خپل ظفر وینو دا ټول پر مختګونه د اسلامي انقلاب مېوې دي.” - په دریم د جنوري د شپې د ۲ بجو پر شا او خوا چي قاسم سلیماني په بغداد کې د الوتکې کښته شو او هغه موټر ته وختو چې ده ته منتظر وو په

په همدې وخت کې یو راکټ را وتوغول شو د امریکا په دې راکيټ د سلیماني سره اوه کسان و وژل شول. نوټ: ایران یو قوي دولت دی د سلیماني په وژل کېدو یې سیسټم نه ړنګېږي خو سلیماني مهم وو د سلیماني د وژل کېدو پېښه به تر شا یو عالم پېښې نورې د ځانه سره راوړي

 میرویس سمون بارګزی

View 249

Create Account



Log In Your Account