ملي ارزښتونه د فکري یرغل پروړاندې لوی خنډ!

ملي ارزښتونه د فکري یرغل پروړاندې لوی خنډ!

January 14, 2020

عمرالدین بابکرخېل

تېرو څو لسیزو کې افغان ویاړلي ولس په څو ډوله جګړو کې ښکېل شوی د بېلابېلو ابر قدرتونو لښکر کښیو سربېره کورنۍ جګړې له یوې خوا سیمه یېزه استخباراتي جګړه په اقتصادي منابعو د هیوادونو ترمنځ جګړه کلتوري او فرهنګي جګړه د افغان ځوان نسل سره د بهرنیو کړیو فکري او ایډیالوژیکه جګړه زمونږ په ولس ورتپل شوي جګړه ده چې د افغان ولس د هرډول پرمختګ مخه پرې نیول شوي ده او زمونږ ولسونه د ژوندانه دلمړنیو اسانتیاوو څخه بې برخه کړي شوي دي په اوسنی روان حالاتو کې ترټولو خطرناکه جګړه چی دافغانستان راتلونکي ته به تر ډیره بریده زیانمن کوونکي تمامه شي دافغان ځوان نسل سره فکري جنګ دی، دفکري جګړي لپاره د ټولو هغه امکاناتونه چې ددې هیواد دښمنان ورته لاس رسۍ لري ګټه اخلي او دځوان نسل د فکرونو د پاشلو لپاره د وسیلې په توګه ورڅخه کار اخلی. د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو دغه فکري جګړه د څو طریقو په استفادې مخ ته وړي، ددغه فکري جنګ تر ټولو لومړنۍ او غښتلي تجربه په اوسني عصر کې رسنۍ او میډیا ده د اړتیا څحه زیات په ورته پروګرامونو سمبال د پردیو دکلتور ښکارندوی ګمارل شوي تش په نامه سیاسي مبصرین د تلویزیونو په پردو کې هغه څه دي چې دغه رنګه جګړي ته یې زور ورکړئ خو بیا بل پلو ته دغه ډول جګړه دافغانانو دکلتوري او مذهبي محافلو او مجلسونو کې هم لاره موندلي او دګمارل شویو تش په نامه علماوو او قومي مشرانو په واسطه هم دغه ډول جګړه پر مخ وړل کیږي. دوهمه تجربه چې په دا ډول جنګ کې تر اوسه کارول شوي دی په ځوان نسل کې دسیاسي تفرقي له لاري فکري جنګ دی په یو کم میشته اوغریب هیواد کې لکه افغانستان د لسګونو سیاسي سازمانونو، قومي اوسمتی شوراګانو محلی شوراګانو په سلګونه تش په نامه خیریه ټولني او ټولنیز بنسټونه جوړول د ملیتونو خصوصآ دځوان نسل ترمنځ دتفرقي پېدا کولو نه غیر بله کومه معنی نه ورکوي که د څو ډیرو سیاسي احزابو اساس نامه اوبرنامه ولوستل شي نو ډیر ژر سړي دې ټکې ته پام کیږي چې تقریبآ اکثره ګوندونه سره ورته موخي لري خو دغه موخي صرف د کاغذ پرمخ سړئ لوستلی شي اکثره احزاب حتی که مبالغه نه شي د یو رهبر یو آشپز او یو ساتونکې نه علاوه نور غړي په فزیکي توګه نه لري او د افغانستان د راتلونکي لپاره طرحه به لا ډیر ستر کار وي چې ددوی له وسه بلکل نه ده پوره خو همدغه ګوندي رهبران بیا په خپلو پنځه کرښو لیکلو مواردو اوخپل دوه کسیز تشکیل څحه نور څه نه لري. دریمه تجربه چې کارول کیږي او په افغانستان غوندې کم سواده ټولنه کی زر هدف ترې لاس ته راځي ګمارل شوي مذهبي تش په نامه علما دي چې د مقدس مکان د محراب او منبر څخه بیا خلک په نښه کوي په تیرو کلونو کې دا ډول لوبه زور اخیستی دی په لسګونه نوي وارد شوي طریقي د اسلامي طریقو په سرلیک، د کاذبو پیامبرانو ظهور، په ښکاره ډول په یو اسلامي هیواد کې د ځینو کسانو مرتد کیدل اوپه وړاندي یې د حاکم نظام بي تفاوتي، د عربي متن نه په بله ژبه د قرآن پاک د نسخو چاپیدل اونشریدل، په ورته مسایلو کې دځینو مذهبي علماوو دشرعي احکامو او قرآني آیاتونو متفاوت تعبیرات هغه څه دي چې دافغان ولس سره دفکري جګړي لپاره ترې کار اخیستل کیږی. خو په دغه ناانډوله فکري جګړه کې دریښتنو افغانانو سنګر که دمادي منابعو له درکه کمزوري دي خو په معنوي ډګر کې مونږ ډیر غښتلي سنګرونه لرو چې ټول افغان ولس سره په یوه کلکه عقیده تړي چې هغه عبارت د اسلامیت او افغانیت داصولو څخه دی پاک ریښتېني مسلمان اوپه خپلواکۍ مئین افغان مشران اوبا احساسه ځوانان به دا ډګر خالي نه پریږدي او سره د ډیرو کمو امکاناتو به هم ددښمن دپلان شویو دسیسو مقابله به کوي افغان بااحساسه ځوانان په دې پوهیږي چې ترڅو پورې دفکري جګړي مخه ونه نیول شي تر هغي پورې مونږ به دریښتېني خپلواکۍ او آزادی دنعمتونو څخه نه شو برخمن کیدلی ځکه چې فکري جګړه د ملتونو دحاکمیتونو، شتمنیو او تمدنونو د پوپنا کیدلو پیلامه اومنشا دی. درنښت

View 79

Create Account



Log In Your Account