نوی نسل او زړې څپېړې

نوی نسل او زړې څپېړې

January 23, 2020

په افغانستان کي د نسلي روزنې څو خلاګانې موجودې دي، د ۱۳۵۷ل کال څخه وروسته تقريباً ۱۵ کاله يو نسل په کمونيستي ايډيالوژۍ کې وروزل شو، ځوانان او زده کوونکي د دې ايډيالوژۍ مبلغين وه، په ۱۳۷۱ کال کې چې د دې ايډيالوژۍ، ارزښتونو او علميت سره مخالف جنګېدلي مجاهدين بريالي شوه، د کمونيستي ايډيالوژۍ علمي او کادري شخصيتونه يې په بشپړ ډول رد کړ او د نوي فکر او پوهې افراد يې پر دندو وګمارل، په ۱۳۷۵ کال کې چې طالبانو واک په لاس کې واخيستو، د تېر حکومت ټول کادرونه او اشخاص يې رد کړل او د مدرسې طالبانو واک په لاس کې واخيستو او په ۲۰۰۱ کال کې چې نوی حکومت پر افغانستان حاکم شو، که څه هم تر يو حده ملي وو، خو زياته برخه يې د پخواني مجاهدينو په لاس کې وو، پدې څو دورو کې ځوانان او په مختلفو ايډيالوژيو، فکرونو او ارزښتونو کې وروزل سوه، طرف او طرفداري د دوی په رګونو کې ونغښتل سول، اکثره ځوانان د محلي واکدارانو او زرواکانو تر فکر او اغېز لاندې وروزل سول، د هر قوم، ژبې او مذهب د خلکو لپاره يوازې منلي ارزښتونه، خپل ارزښتونه وه. په تېرو ۱۸ کلونو کې ځينې ځوانان د نوي او ملي فکر پر اساس روزل شوي دي، که څه هم د دوی عمرونه کم دي، خو زده کړې او فکري اساسات يې پاخه دي، دا ځوانان بايد د ټولنې د ملا د تېر په څېر رول ولوبوي، تر څو زاړه تعصبونه، تبعيضونه او طرفي فکرونه له منځه يوسي، دا خبرې تر دې پورې کوم چې څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو پر سرپرست وزير هارون چخانسوري ځينې نيوکې وشوې او د ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران ورسره مقايسه شوي وو. د ایران د بهرنیو چارو وزير جواد ظریف دی چې په علمي برخه کې بېساری دی، خو په افغانستان کې د ده هم نسله موږ غازي نواز تڼۍ، الله ګل مجاهد، طوفان، ملا عزت او نور لرو، هغه وخت چي جواد ظريف زده کړي کولې، د ده هم نسلو دلته مرګونه کول، نو ځکه ماته د ده هم نسله داسې څوک ندی پاته چې د اوسني زمانې په ډېپلوماسۍ او سياست وپوهېږي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي دی چې په ډيپلوماسۍ ماهره دی، خو موږ د ده همنسله داسې کسان نلرو چې د ده غوندې زده کړې يې کړي وي، هغه وخت چي قرېشي زده کړې کولې، زموږ حکمتيار صاحب دده همنسله ځوانان د مرګونو لپاره جذبول. نو ځکه زموږ د نوي نسل ځوانانو پر اوږو دومره درانه بارونه پراته دي چې د څو نسلونو خاليګاوي بايد ډکې کړو او د دې نسلونو بارونه بايد موږ پر اوږو واخلو، که مو وزير ځوان وي، که مو معين کم عمره وي او که مو تخنيکي کسان نوې وي، دا بايد د تېرو وختونو جبر وبولو چې موږ زاړه ټيکنوکراټان او پخواني ماهرين په ملي کچه نلرو.

View 211

Create Account



Log In Your Account