د پکتیا او خوست مسولین وايي، صنعت کارانو ته به ژر ګڼ فرصتونه رامنځته کړي

۱۳۹۸\سلواغه \ ۲۴ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــ پکتیا

د پکتیا او خوست ولایت چارواکي وايي، ژر به پدې دوو ولایتونو کې د صعنت کارانو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړې.

دوی زیاتوي، له دې سره به د صنعت په وده کې پرمختیا رامنځته او ګڼو اوسېدونکو ته به هم کاري زمنیه برابره شي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، صعنت کارانو ته د فرصتونو برابرولو له جملې څخه يې یو هم د سوداګر او صنایعو خونه وه، چې له سره ورغول شوه او ورسره همهاله يې د غړو شمېر هم زیات شو.

منګل زیاتوي، راتلونکی کال دوی جامع طرحه له ځان سره لري، چې ورسره به په خوست ولایت کې صنعت وده وکړي.

بل لور ته د پکتیا ولایتي چارواکي هم وايي، دوی هڅه کوي، چې د صنعت ودې لپاره کار وکړي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړه، د صنعت وده د دوی له لومړیتوبونو څخه ده، چې د صنعتي ښار ګوټي د جوړېدو تر څنګ به ځينې نور فرصتونه هم د صنعت کارانو لپاره رامنځته کړي.

حسرت زیاتوي، د ډېری سوداګرو او صنعت کارانو ستونزې يې له منځه وړې، خو پاتې داسې ستونزې دي، چې د هېواد په کچه لېدل کېږي او د هغو د له منځه وړلو لپاره د دوی مرسته اړینه لېدل کیږي.

دوی پداسې مهال صنعت کارانو ته د فرصتونو رامنځته کولو خبره کوي، چې لا هم پدې ولایتونو کې د صنعتي ښار ګوټو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړي.

خوست کې درې تنه د موترو د غلا په تور ونیول شول

پنجشنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
له دې منځه له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د خوست ښار په اړوند شګې کلي کې یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیولی.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو هم دوه تنه د یوه ملا امام د موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.

پکتیکا کې د طالبانو یو مهم مشر ونیول شو

پنجشنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸

تېره ورځ د پکتیکا ولایت پولیسو د وازیخوا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې
یاد کس خالد نومېږي او د طالبانو د یوې ۳۰ کسیزې ډلې مشري یې کوله، چې د یو لړ کشفي راپورونو له مخې نیول شوی دی.
خالد اوس مهال تر څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.

مل پاسوال خلیل الرحمن جواد د هلمند د نوي امنیه قوماندان په توګه دنده پیل کړه

۲۴/۱۱/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین، د نوي امنیه قومندان په معرفت غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: تغیر او تبدیل په نظام کې یو اصل دی چې د پر مختګ په موخه تر سره کېږي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: د هلمند مخکنی قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي خپله دنده په ښه ډول ترسره کړه او د امنیت په برخه کې له نظامي شورا سره په ګډه هلې ځلې وکړې.

هلمند والي نوي امنيه قوماندان ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ وویل: د پوليسو په ليکو کې اصلاحات، د امنيت ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې، په ښار کې د غلاو او ترورنو مخنيوي او له خلکو سره د پوليسو لخوا غوره چلند بايد په کاري لومړيتوبونو کې ونيول شي.

ورپسې د هلمند نوي امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الرحمن جواد په خپلو خبرو کې د هلمند ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د تېر په شان به په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت، د پوليسو اصلاحاتو، نظامي شورا سره د غوره همغږۍ، خلکو سره د نېږدې اړيکو او په ښار کې د ډاډمن وضعيت لپاره بشپړه هڅې او هاندونه وکړي.

له غونډې وروسته د هلمند والي، د کورنيو چارو وزارت د ارشد معينيت مرستيال او د نظامي او ملي شورا غړو له لورې نوی امنيه قوماندان پر څوکۍ کېنول شو او د هلمند والي لخوا مخکني امنيه قوماندان د هغه د ښه ماموريت په پار ستاينليک ورکړل شو.

 

د حصارک ولسوالۍ خلک له حکومت نه د انکشافي پروژو او امنیت غوښتنه کوي

۱۳۹۸/۱۱/۲۴

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران  له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې یاده ولسوالۍ کې د دوی امنیت او انکشافي کارونو ته پاملرنه وکړي.

دوي وایي چې په حصارک ولسوالۍ کې خلک د نا امنیو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو حکومت یې پوښتنه نه کوي .

د حصارک ولسوالۍ قومي مشر قوماندان مومن وایي د حصارک ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده هیڅوک نشي کولی چې خپل غږ پورته کړي ، مکتبونه بند دي ، روغتیایي اسانتاوې نشته ،حتا موبایلونونه په لاس کې څوک نشي کرځولی .

محمد صادق جبارخیل د حصارک ولسوالۍ اوسېدنکی له حکومت نه غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته په انکشافي برخه ځانګړې پاملرنه وکړي .

جبارخیل وایي په انکشافي برخه کې هیڅ ډول توازن په پام کې نه دی نیول شوی په حصارک ولسوالۍ کې حکومت  تر اوسه یوه  پروژه هم نه ده عملی کړي ،ټول سرکونه یي خام دي چې خلک یي له ستونزو سره مخ کړي دي .

ولایتي چارواکي بیا وایي، حصارک ولسوالۍ لپاره ځانګړی پلان لري، خو مالومه نه ده چې کله عملي کیږي.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډيو ته وویل د شیرزادو ولسوالۍ تر عملیات وروسته پلان لري چې په حصارک ولسوالۍ کې هم ورته عملیات تر سره او د بیارغونې او انکشافي پروژې عملي کړي .

د ترکيې ولسمشر اردوغان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد

د سلواغه، دلوه  ۲۴  مه  ۱۳۹۸

 د ترکيې ولسمشر رجب طيب  اردوغان  پلازمېنې اسلام ته  نن د پنجشنبې په  ورځ  د خپل دوه  ورځني رسمي سفر په  ترڅ کې  د يوې ځانګړي الوتکې په  واسطه  رسېدلی، چې موخه  يې د پاکستان او ترکيې دوه اړخيزې ستراتيژيکې او اقتصادي اړيکې پياوړي کول دي.

د خارجه  چارو وزارت  ويلي، چې له  اردوغان سره  د ترکيې د خارجه  چارو وزير، د ماليې وزير، د پارلمان غړي، دولتي چارواکي او تجاران  په  دې سفر کې ملګري دي.

وزارت  ويلي، چې د ترکيې ولسمشر به  د پاکستان له  ولسمشر عارف  علوي، صدراعظم  عمران خان او يو شمېر نورو سياسي مشرانو سره  وګوري  پر دې برسېره  به  نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې د ستراتيژيکي همکاريو په  شپږمه  غونډه کې هم ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ  به  د تجارت  ځينې تړونونه  هم لاسليک شي او د سوداګرو ګډه  غونډه  به  جوړه  شي.

د راتګ پرړ مهال په  اسلام اباد کې د کانسټيټيوشن جاده، د هوايي ډګر لار  او نور سړکونو له  پاکستاني ولسمشر  سره  په  ګډ انځورونو او د غبرګونو هېوادونو په  ملي بېرقونو پوښلي دي.

د دوه  ورځني سفر په  ترڅ کې به  ولسمشر اردوغان  سبا د جمعې په  ورځ  د پاکستان مرکزي پارلمان  ته  وينا وکړي.

 نوموړي پاکستان ته  دا نهم  سفر دی او تر دې وړاندې يې هم  درې ځلې د دې هېواد مرکزي پارلمان ته  وينا کړې ده.

ننګرهار : د ملي پوځ په عملیاتو کې ۴۴ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۸/۱۱/۲۴

تلوسه: میرویس رحماني/ننګرهار

په ختیځ کې د ملي پوځ چارواکي وایي د ننګرهار په دوربابا او مهمندرۍ په ولسوالیو کې د پیل شویو عملیاتو پرمهال ۴۴ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي .

 په ختیځ کې د ۲۰۱سیلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر نه تلوسې راډيو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي د دوربابا ولسوالۍ د ماشین ناو او مهمندرۍ ولسوالۍ په هزارناو  او غوړکي سیمو کې د څلورمي پلي لوا په مشرۍ د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي .

خبرپاڼه زیاتوي چې په عملیاتو کې یو وسلوال په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی او د وسله والو ګڼ شمیر ماینونه خنثا شوي او وسلې یي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې .

 د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځواکونو د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لورې ۲ فیره د هاوان، ۸ د زوکویک، ۶ فیره د ډیسي توپ مرمۍ او نورو چاودې دونکي مواد چې په یوې خرابه کې یې ځای پر ځای کړي و  له کشف وروسته له منځه وړي .

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تلوسې راډيو ته وویل چې د دغو مرمیو او چاودې دونکو توکو په لمنځه وړلو سره په لغمان ولایت کې د ګڼو پېښو مخه نېول شوي .

نوموړي وویل چې وسلوالو ډلو غوښتل د یادو مرمیو په وسله ترورستي پېښې تر سره کړي چې امنیتي ځواکونو هدف ته تر رسیدو وړاندې نیولي دي .

د دواړو پېښو په تړاو وسلوالو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

په هرات کې د دیګچه بوقچه په نوم د مېرمنو له خوا ځانګړی رستورانت جوړ شوی

۱۳۹۸/۱۱/۲۳

تلوسه راډیو:هارون/هرات

په هرات کې یوې ډلې مېرمنو رسټورانټ جوړ کړې چې د خپلو مشتریانو دروازو ته په بقچې ډول چمتو شوې خوا لیږدوې او د بلې خوا یادې مېرمنې د پلاستیکي وسایلو څخه ګټه نه اخلي.

د دوې په خبره: غواړي چې لا یې کاروبار سم شي او اوسمهال د ورځې تر ۳۰۰ خوراکه خواړه پلوري.

د دې هوټل کارکونکي مېرمنې وايې، په فعالیت سره يې د یوې خوا په ژوندانه کې اقتصادي آسانتیاوې رامنځ ته شوې د بلې خوا دا هیله بخښونکی عمل دی چې په هرات ولایت کې د ښځو کاروبار ورځ تر بلې ښه کېږي او دوې اوس کولای شي په آسانۍ سره په ټولنه کې کار او فعالیت وکړي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه وضعه دي او لا ډېر شمېر کورنۍ خپلې مېرمنې نجونه آند له زده کړه منعه کوي په ورستیو کلونو کې په لویو ښارونو کې د ښځو ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه ګړندي شوي.

هېره دې نوي چې په تېرو پنځو کلونو کې په هرات کې د مېرمنو لخوا یو شمېر نور دا رنګه هوټلونه، هټي،رسټورانټونه او سپورټي کلپونه رغول شوې چې د دوې په خبره حکومت باید د مېرمنو د لا ښه ژوندانه لپاره د دوې سره لازمه همکاري وکړي.