خوست کې درې تنه د موترو د غلا په تور ونیول شول

خوست کې درې تنه د موترو د غلا په تور ونیول شول

February 13, 2020

پنجشنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د غلا په تړاو نیولي دي. له دې منځه له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د خوست ښار په اړوند شګې کلي کې یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیولی. همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو هم دوه تنه د یوه ملا امام د موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي. د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.

View 9

Create Account



Log In Your Account