د افغان ځواکونو معلولینو او وژل شوو کورنیو ته ځمکه نه ده ورکړل شوي

د افغان ځواکونو معلولینو او وژل شوو کورنیو ته ځمکه نه ده ورکړل شوي

February 14, 2020

۱۳۹۸/۱۱/۲۵ تلوسه راډیو:هارون/هرات یو شمېر هغه کورنۍ چې بچیان يې د افغان پوځ په لیکو کې د لاسه ورکړي او یو شمېر هغه کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې معلول شوې وايې، حکومت کلونه مخکې ورسره ژمنه کړې چې د سرپناه لپاره به یوه نمره ځمکه ورکړي خو تر اوسه حکومت پر خپله کړې ژمنه وفا نه ده کړي چې دا د دوې په حق کې جفا ده. د هرات ولایتي شورا غړی کبیر ایثار وايې، دا د حکومت دنده ده چې د یادو معلولینو او شهیدانو د کورنیو غږ واوري پر وخت یې تنخوا ورکړي او ورسره ژمنه کړي نمري ځمکه پرې ووېشل شي. بلخوا د هرات مرستیال والي ډاکتر داوود هاشیمي وايې، اړونده ادارو د یادو کسانو لست مرکز ته لېږلى تر څو د دوى د لیست پر بنسټ او د قانون مطابق ورته ځمکې ووېشل شي او دوې د مرکزي ادارو د هدایت انتظار باسي. هېره دې نوي چې تر اوسه څو ځله په هرات کې د افغان پوځ وژل شوو، ټپیانو او معلولینو کورنیو اعتراضونه کړي چې پر وخت یې امتیازات نه ورته رسېږي خو ظاهرا لکه څرنګه چې دوې وايې تر ډېره یې څوک په غم کې نه دي.

View 6

Create Account



Log In Your Account