د ترکيې ولسمشر اردوغان د پاکستان پارلمان ته وينا وکړه

د ترکيې ولسمشر اردوغان د پاکستان پارلمان ته وينا وکړه

February 14, 2020

د سلواغه، دلوه  ۲۵  مه  ۱۳۹۸ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان په اسلام اباد کې د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد مرکزي پارلمان ته وينا کړې او د پاکستان د کوربه توب يې ستاينه کړې. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان چې پرون د پنجشنبې په ورځ پلازمېنې اسلام اباد ته  رسېدلی، نن د جمعې په ورځ يې د دې هېواد د مرکزي پارلمان ګډې غونډې ته  وينا وکړه. پارلمان ته  په رارسېدو سره  د پارلمان غړو د نوموړي تود هر کلی وکړ، او د دواړو هېوادونو ملي سرود وږغول شو. پارلمان ته  له رسېدو سره  سم  د قومي اسمبلۍ رئيس اسد قيصر او د سنا رئيس صادق سنجراني يې هر کلی وکړ صدراعظم عمران خان هم د اردوغان ملګری وو. اردوغان په خپله وينا کې پاکستان له  ترکيې وروسته  خپل دويم  کور وباله او زياته  يې کړه چې انقره  به  د اسلام اباد په  ايف اې ټي ايف په  غونډه کې له  هر راز فشار برسېره  بشپړ ملاتړ وکړي ځکه  چې په  وينا يې د پاکستان درد د ترکيې درد دی. د نوموړي په  خبره  پاکستان د تروريزم  ضد جګړه کې درانه  زيانونه  ګاللي دي. نوموړي  وويل چې د ترکيې د خپلواکۍ په  لړ کې د جنوبي اسيا د خلکو قربانۍ هېرې نه کړي. د کشمير د لانجې په  اړه اردوغان يوار بيا د خپل ملاتړ يادونه  وکړه  او ويې ويل چې کشمير د پاکستان لپاره  ډېر مهم  دی او هېواد به  يې د کشمير د لانجې د حل لارې د لټولو په  لړ کې د سولې او مذاکراتو ملاتړ کوي او په  دې  لړ کې به  خپلې هڅې ونه  سپموي. اردوغان  پاکستان ته  دا نهم  سفر دی او څلور ځلې يې د دې هېواد ملي پارلمان ته  وينا کړې ده. د پاکستان د خارجه  چارو وزارت  وايي، چې د اردوغان د وروستي سفر موخه  د انقرې او اسلام اباد تر منځ  د سترايژيکو اړيکو پياوړي  کول دي او د اقتصاد په  برخه  کې يو شمېر لوظنامې هم لاسليک شوې دي. له  اردوغان سره  د ترکيې د خارجه  چارو وزير، د ماليې وزير، د پارلمان غړي، دولتي چارواکي او تجاران  په  دې سفر کې ملګري دي.

View 68

Create Account



Log In Your Account