د هلمند قومي مخور او مدني فعالان وایي جګړې افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هلمند قومي مخور او مدني فعالان وایي جګړې افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

February 14, 2020

۲۵/۱۱/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند د هلمند یو تن مدني فعال سلطان محمد نظري وايي چې جګړې او نا امنیو په بېلابېلو برخو کې افغانان زیانمن کړي دي او د ولسي وګړو ژوند او ورځنۍ چارې یې له ننګونو سره مخ کړي دي. د نظري په وینا چې د همدې جګړې له امله د هلمند ولایت د روخام ډبرې د کانونو لویه برخه په خپل سري او غیرې قانوني توګه ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کېږي. د هلمند یو قومي مشر حاجي عبدالستار داوري بیا وايي چې افغانانو ته سوله تر بل هر څه لومړیتوب لري او پدې برخه کې د ټولو ولسي وګړو او قومي مخورو هڅې مثبتې پایلې درلودلای شي. دا پداسې حال کې ده چې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې لپاره د افغانانو هیلې زیاتې شوې دي.

View 2

Create Account



Log In Your Account