د پکتیا علماء او اوسېدونکي وايي، د سولې روانې خبرې دې په بهانو نه ځنډوي

د پکتیا علماء او اوسېدونکي وايي، د سولې روانې خبرې دې په بهانو نه ځنډوي

February 14, 2020

۱۳۹۸\سلواغه \ ۲۵ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــ پکتیا د پکتیا علماء او  اوسېدونکي وايي، د سولې روانو خبرو په مخ کې دې پراته خنډونه ليرې او دا خبرې دې په یوه او بله بهانه نه ځنډيږي. دوی د جګړې په ښکېلو لوریو غږ کوي، چې د سولې په روان بهیر کې دې له ځان څخه نرمښت وښيي، څو وروسره روانې خبرې پر مختګ وکړي. اوسېدونکي او علماء روانه جګړه لوی ناروین بولي، چې په خبره يې ګڼې کورنۍ يې د غم په ټغر کېنولې دي او د ژر پای ته رسېدو غوښتوونکې يې دي. د علماء‌و شورا مشر قاري خواجه الدین حقبیان د سولې د خبرو ځنډ د هېواد او خلکو په ګټه نه بولي . هغه وايي، که د سولې روانې خبرې هر څومره ځنډيږي، هومره تلفات زیاتیږي. دی په هېواد کې ځینې داخلي کړۍ هم ګرمې بولي، چې د خپل شخصي ګټو په پار د سولې خبرې زیانمنوي. دا پداسې حال کې ده،  تازه د رسنیو انګېزو داسې ښوولي، چې په نږدې وخت کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه وشي.

View 34

Create Account



Log In Your Account