ننګرهار :د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې ۸ ملکي وکړي وژل شوي

ننګرهار :د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې ۸ ملکي وکړي وژل شوي

February 14, 2020

۱۳۹۸/۱۱/۲۵ تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار چارواکي وایي د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ برککړک سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې نن مازیګر ۴ بجې د سره رود والسوالۍ په برککړک کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو وایي چې په اړه یې پلټنې روانې دي او له دې قیقې پلټنې وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي. د سره رود ولسوالۍ ځايي اوسېدنکي وایي بهرنیو ځواکونو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ برککړک کې پر موټرو هوایي برید کړی چې پکې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د سره رود ولسوالۍ ملکانو شورا مشر محمد انور اکرام وویل چې پېښه نن مازیګر شوې د یو ماشوم په ګډون اته تنه پکې وژل شوي .

View 23

Create Account



Log In Your Account