په بلوچستان کې د نښتر او زيتون په ځنګل اور لګېدلی

   په بلوچستان کې د نښتر او زيتون په ځنګل اور لګېدلی

February 14, 2020

د سلواغه، دلوه  ۲۵  مه  ۱۳۹۸

د بلوچستان په زيارت سيمه کې د نښتر او زيتون په ګڼ ځنګل اور لګېدلی، خو حکومتي چارواکي ل اهم نه دي بريالي شوي چې ځنګل له اور څخه وژغوري. د بلوچستان د زيارت  او هرنايي سيمو چارواکي وايي، چې په  يادو سيمو کې د نښتر او زيتون په  قېمتي ځنګلونو اور لګېدلی چې له  امله يې ګڼ شمېر ونې په اور سوې دي خو چارواکي لا هم  نه  دي توانېدلي چې اور ووژني. د سيمې اوسېدونکي وايي، چې اور له  تېرو درېو ورځو راهيسې په  ځنګل لګېدلی دی او نورو سيمو ته  خپرېږي. په  ځنګلونو کې لګېدلی اور له  شاوخوا لس کيلوميترۍ  لېدل کېږي خو د سيمې مرستيال کمشنر عظيم جان دومړ  بيا ادعا کوي، چې د اور وژنې لپاره  يې هڅې ګړندۍ کړې او سيمې ته  يې کسان لېږلي دي. نوموړی زياتوي چې د هرنايي د شاهرګ په  سيمه کې په غره کې او د غرنۍ زيارت  په سيمه کې بيا د نښتر په  ګڼ ځنګل کې درې ځايه  اورلګېدلی دی. تر اوسه  دا نه  ده څرګنده چې د اور لګېدنې لامل څه  دى نوموړي ويلي چې دوی د اور وژنې لپاره  لازمې اسانتياوې نه  لري نو ځکه  په  غرنۍ سیمه کې د اور وژل ستونزمن کار دی. زيارت  د ايالت  تر ټولو يخه  سيمه  ده او د نښتر ګڼ ځنګلونه  لري د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي په  موخه  په  تېرو کلونو کې حکومت يادې سيمې ته  د ګاز نل ليکه  غځولې وه. د يادې سيمې په ځنګل کې لسګونه  کلونه  پخوانۍ ونې شتون  لري، خو د حکومت  د نه  پاملرنې له  امله اوس هم سيمه ايز خلک د ځنګل ونې د سون او کورونو جوړولو لپاره  کاروي.

View 9

Create Account



Log In Your Account