پکتیکاوالو د سولې خبرو په موخه تر کلیو او جوماتونو څو ورځنی کمپاین پیل کړ

١٣٩٨/١١/٢٦

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو د سولې راتلو په موخه څو ورځنی کمپاین پیل کړ.
د لومړي ځل لپاره دوی د ښار پر جوماتونو وګرځېدل او په مسجدونو کې یې له شته کسانو او دیني عالمانو سره د سولې په باره کې لويي او وړې ناستې تر سره کړې.
دوی د مسجدونو له ملا امامانو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولسي حرکت کې ورسره برخه واخلي او د څو ورځو په جریان کې بېلابېلو کلیو ته لاړ شي، له هغوی سره ناستې وکړي او له جنګ د راپېښو لسیزو ناخوالو یادونه وکړي او د سولې غږ اوچتولو ته یې وهڅوي.
د دغه حرکت یو تن برخوال قاري شاه محمد راته وویل، یاد پروګرام ته یې له دې امله مخه کړې، چې نور په هېواد کې له نږدې ۴۰ کلنو جګړې په تنګ شوی او په یو او بل نوم د هېوادوالو وینه بهېدنه ورته د زغم وړ نه ده.
شاه محمد زیاته کړه، چې تر اوسه یې په بېلابېلو جوماتونو کې له خلکو او په ځانګړي ډول دیني علماؤ سره ناستې کړي او هغوی ژمنه وکړې، چې په ټوله سیمه کې به ورسره ګرځي او له دیني اړخه به ولس ته د سولې په باره کې معلومات ورکوي.
د دې تر څنګ دیني عالمانو هم د سولې پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سوله د الله ج خوښه ده او د دې هېواد هر وګړی باید د یوې باعزته سولې د راتلو په موخه هڅې وکړي.
دیني عالمانو په تېر اختر کې د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د درې ورځنې اوربند یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې پر مهال یې افغانان له ډېرې خوښۍ په جامو کې نه ځایېدل او د زیاتې خوشالۍ احساس یې کاوه.
دغو دیني عالمانو همدارنګه زیاته کړه، چې دولت او طالبان باید نور په ځینو مسائلو کې له روانې بدبختۍ د خلاصون په موخه یو بل ته له سختو شرایطو ښودلو تېر شي او بخښنه دې سره وکړي، خو نور دې جګړه پایته ورسوي، ټوپک دې پر ځمکه کېږدي او یو بل ته دې د مینې غېږ خلاصه کړي.
دوی وویل، که سوله وشي، نو دغه هېواد به ډېر ژر د پرمختګ په لور حرکت وکړي او افغانان به د نوي ژوند پیل وکړي.
څه باندې یو کال کېږي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې روانې دي، دغو مذاکراتو څو ځله افغانان د ناهیلۍ خواته ټېل وهل، خو اوس تازه داسي برېښي چې بلاخره امریکا او طالبان سره هوکړې ته ډېر نږدې شوي.
افغانان اوس یو ځل بیا هیله مند شوي او د سولې هوکړه لیک ته شېبې شماري، خو له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته هم غاړه کېږدي او په خپل منځ کې یو جوړجاړي ته ورسې

د پښتونخوا په ټانګ سیمه کې د محسود قوم لاریون دوام لري

تلوسه / نيازمحمد خان پيښور

۱۳۹۸\سلواغه\ ۲۶ نېټه

د جنوبی وزیرستان اوسېدونکې وايي د چارواکو لخوا د پاکستان د بېلا بېلو سيمو څخه غوښتل شوي کډوالو ته چارواکو دروغ ويلي چي د ستنېدو پر مهال ورسره مرسته کېدونکې ده ولې په عمل کې هيڅ نشته او کډوال د خپلو کډو سره په سختو مشکلاتو کې ګير پاتې دي .

د جنوبی وزیرستان  ولسي وګړو د جنورۍ له ۲۷ نېټې څخه د خپلو حقونو د اخيستلو لپاره لاريون پيل کړی دی او په ټانک کې د انتظاميه ودانۍ مخې ته راټول شوي دوی غوښتنه کوي، چې د پاکستان پوځ په عملياتو کې د دوی د ړنګ شويو کورونو او هټيو تاوان دې ورکړل شي.

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۰ کال په وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل، چې په زرګونه عام پښتانه يې ووژل او دهغوی کورونه او مارکيټونه يې وران کړل.

د جنوبی وزیرستان اوسېدونکي وايي، په دې عملیاتو کې یې دوکانونه ، مارکيټونه او نور جایدادونه نړول شوي او لوټ شوي دي خو د پلټڼو وروسته حکومت ته د زیان په اړه معلومات ورکړل شوي وو .

 بلخوا په پېښور کې هم د شمالي وزيرستان کډوالو لخوا لاریون دوام لري هره ورځ د شمالي وزيرستان کډوال سپين ږيري مشران د پېښور مطبوعاتي مرکز مخې ته راټوليږي او د ډول سره لاریون کوي . پېښور کې روان دې لاریون ته د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی میر کلام وزیر وویل تر هغه وخته به دا لاریونونه دوام لري تر هغه چې غوښتنې یې نه وي منل شوي .

نوموړي وویل ،تر څو به حکومتي چارواکو پر دې تورو بېرغونو سترګې پټې کړې وي ، چې دوی نه دي ستړي نو موږ هم نه یو ستړي خو دا وایو چې موږ د چارواکو او د هغو خلکو د کورونو دروازې تړلی شو چې ټول نظام یې په ټپه درولی دی .

خوست کې دوه ماین خښوونکي ووژل شول

شنبه ۲۶ سلواغه ۱۳۹۸

د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي دي.
یادو کسانو غوښتل د متانیو کلي پر لار ماین ځای پر ځای کړي، چې د خپل لاس جوړ شوی ماین پرې چاودلی او له امله يې دواړه وژل شوي دي.

ایراني زعفران هرات ته قاچاق او له هرات څخه صادريږي

۱۳۹۸/۱۱/٢٦

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د هرات د کرهنې رئیس عبدالصبور رحماني وايې، د ایران څخه زعفران هرات ته را وړل کیږي او له دې ځایه بیا د افغان زعفرانو په نوم ایراني زعفران د نړۍ بازارونو ته وړل کیږي دا ځکه چې پر ایران سوداګریز بندیزونه دې نو ځکه د هغه هېواد زعفران مناسب بازار نلري خو د ایراني زعفرانو راوړل کېدل هغه هم په قاچاقي ډول هرات ته زموږ د زعفرانو په زیان تماميږي.

جبار د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د زعفرانو په کاروبار د کلونو را په دېخوا بوخت دی د ده په خبره: ایران هڅه کوي چې په خپل دې کار سره د افغانستان د زعفرانو بازار خراب کړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې، نور د ګاونډیو هېوادونو څخه د زعفرانو د راوړو مخه نیول کیږي سرحدي پولیسو ته په اسلام کلا او نوروو بندورنو کې دنده سپارل شوې چې حتى د پرچون زعفرانو د را وړل کېدو دې مخنیوی هم وکړي.

د یادولو وړ ده چې په هرات کې د تېرو ۱۵ کلونو را په دېخوا زعفران کرل کیږي دا ولایت د زعفرانو په پایتخت بدل شوى چې ترې د افغانستان نورو ولایتونو ته هم د زعفرانو کښت انتقال شوى.

‎پکتیا کې د لارو تړل کېدل، خلک له ستونزو سره مخ کړي‎

۱۳۹۸\سلواغه\ ۲۶ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ــ پکتیا

د امنیتي ادارو له لورې د ځینو ملاحظاتو له امله د لویو لارو تړل کېدو په پکتیا کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

اوسېدونکي له ولایتي ادارې څخه غواړي، چې دې ستونزې ته د پای ټکی کيږدي.

بل لورته ولایتي چارواکي وايي، ژر به د دې لارو د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

نږدې یو نیم کال وړاندې د پکتیا پر امنیه قمندانۍ له خونړې برید څخه وروسته پدې ولایت کې د امنيتي تدابیرو په خاطر د حکومتي ادارو له لورې څو لویې لارې وتړل شوې، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړل.

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغو لارو په تړل کېدو سره د ترافیکي پېښو په کچه کې زیاتوالی راغلی او تر څنګ يې دوی پر نورو غرعي خرابو سړکونو تګ راتګ کوي، چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

اوسېدونکي د دې لارو د خلاصون تر څنګ له حکومت څخه غواړي، چې امنیتي تاسیسات او ادارې دې په عامه او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نه جوړوي، څو د ملکي تلفاتو او د خلکو پرمخ کې د ستونزو له رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

بل لورته ولایتي مسولین هم د لویو لارو له بندېدو څخه رامنځته شوې ستونزې مني او د هواري ژمنه يې کوي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي، ځینې لارې يې خلاصې کړې او د پاتې هغو په اړوند به هم ژر اقدام وکړي، چې ورسره به د خلکو شته ستونزې هوارې شي.
د پنځو ختیځو ولسوالیو څخه مرکز ګردېز ته راغلې لار د سرحدي زون تر څنګ د کابل ـــ ګردېز تر منځ غځېدلې لار د امنیه قمندانۍ په مخکې او ورته نورې وړې او لویې لارې دي، چې د امنیتي ادارو له لورې د خلکو پر مخ تړل شوي.