ایراني زعفران هرات ته قاچاق او له هرات څخه صادريږي

ایراني زعفران هرات ته قاچاق او له هرات څخه صادريږي

February 15, 2020

۱۳۹۸/۱۱/٢٦ تلوسه راډیو:هارون/هرات د هرات د کرهنې رئیس عبدالصبور رحماني وايې، د ایران څخه زعفران هرات ته را وړل کیږي او له دې ځایه بیا د افغان زعفرانو په نوم ایراني زعفران د نړۍ بازارونو ته وړل کیږي دا ځکه چې پر ایران سوداګریز بندیزونه دې نو ځکه د هغه هېواد زعفران مناسب بازار نلري خو د ایراني زعفرانو راوړل کېدل هغه هم په قاچاقي ډول هرات ته زموږ د زعفرانو په زیان تماميږي. جبار د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د زعفرانو په کاروبار د کلونو را په دېخوا بوخت دی د ده په خبره: ایران هڅه کوي چې په خپل دې کار سره د افغانستان د زعفرانو بازار خراب کړي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې، نور د ګاونډیو هېوادونو څخه د زعفرانو د راوړو مخه نیول کیږي سرحدي پولیسو ته په اسلام کلا او نوروو بندورنو کې دنده سپارل شوې چې حتى د پرچون زعفرانو د را وړل کېدو دې مخنیوی هم وکړي. د یادولو وړ ده چې په هرات کې د تېرو ۱۵ کلونو را په دېخوا زعفران کرل کیږي دا ولایت د زعفرانو په پایتخت بدل شوى چې ترې د افغانستان نورو ولایتونو ته هم د زعفرانو کښت انتقال شوى.

View 8

Create Account



Log In Your Account