‎پکتیا کې د لارو تړل  کېدل، خلک له ستونزو سره مخ کړي‎

‎پکتیا کې د لارو تړل کېدل، خلک له ستونزو سره مخ کړي‎

February 15, 2020

۱۳۹۸\سلواغه\ ۲۶ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ــ پکتیا د امنیتي ادارو له لورې د ځینو ملاحظاتو له امله د لویو لارو تړل کېدو په پکتیا کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. اوسېدونکي له ولایتي ادارې څخه غواړي، چې دې ستونزې ته د پای ټکی کيږدي. بل لورته ولایتي چارواکي وايي، ژر به د دې لارو د خلاصون لپاره اقدام وکړي. نږدې یو نیم کال وړاندې د پکتیا پر امنیه قمندانۍ له خونړې برید څخه وروسته پدې ولایت کې د امنيتي تدابیرو په خاطر د حکومتي ادارو له لورې څو لویې لارې وتړل شوې، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړل. د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغو لارو په تړل کېدو سره د ترافیکي پېښو په کچه کې زیاتوالی راغلی او تر څنګ يې دوی پر نورو غرعي خرابو سړکونو تګ راتګ کوي، چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي. اوسېدونکي د دې لارو د خلاصون تر څنګ له حکومت څخه غواړي، چې امنیتي تاسیسات او ادارې دې په عامه او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نه جوړوي، څو د ملکي تلفاتو او د خلکو پرمخ کې د ستونزو له رامنځته کېدو مخه ونیول شي. بل لورته ولایتي مسولین هم د لویو لارو له بندېدو څخه رامنځته شوې ستونزې مني او د هواري ژمنه يې کوي. د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي، ځینې لارې يې خلاصې کړې او د پاتې هغو په اړوند به هم ژر اقدام وکړي، چې ورسره به د خلکو شته ستونزې هوارې شي. د پنځو ختیځو ولسوالیو څخه مرکز ګردېز ته راغلې لار د سرحدي زون تر څنګ د کابل ـــ ګردېز تر منځ غځېدلې لار د امنیه قمندانۍ په مخکې او ورته نورې وړې او لویې لارې دي، چې د امنیتي ادارو له لورې د خلکو پر مخ تړل شوي.

View 5

Create Account



Log In Your Account