د ترافيکي پېښو زياتوالې د چارواکو اندېښنې راپارولې

د ترافيکي پېښو زياتوالې د چارواکو اندېښنې راپارولې

February 17, 2020

 

د سلواغه، دلوه  ۲۸  مه  ۱۳۹۸

 

حکومتي چارواکي وايي، چې په پاکستان کې د نا امنۍ تر پېښو زيات خلک په ترافيکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي او هره ورځ لسګونه کسان مړه کېږي. نور حال د رفيع الله مندوخېل په راپور کې اورو 

 د ترافيکو مسوولين وايي، چې په دې هېواد کې د نا امنۍ ترپېښو زيات خلک د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ترافيکي پېښو کې ژوند له لاسه  ورکوي او د يوې احصايې له مخې هره ورځ لسګونه  کسان په ترافيکي پېښو کې مړه کېږي او ټپيان کېږي خو سربېره پر دې هم د پېښو د مخنيوي لپاره تر اوسه  ګامونه  نه دي اخيستل شوي.

چارواکي زياتوي، چې زياتره  ترافيکي پېښې په پنجاب او سند ايالتونو کې رامنځته کېږي او په  بلوچستان کې بيا د کوېټې او کراچۍ تر منځ پر غځېدلي سړک کې وخت نا وخت خونړۍ ترافيکي پېښي رامنځته کېږي او په کې خلکو ته  مرګ ژوبله اوړي.

په دې هېواد کې پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د زياتوالي  لاملونه  د سړکونو خراب حالت، د ټرانسپورټ ځپلی وضعيت او پر لويو لارو د ترافيکي نښو نښتوالی ګڼل کېږي.

 خو چارواکي بيا وايي، چې د موټرو تېزچلول،  بې احتياطي او د ترافيکي اصولو نه  مراعتول هم  د ترافيکي پېښو د رامنځته  کېدو لامل ګرځي.

په پاکستان کې زياتره  ترافيکي پېښې د بس موټر او ټانکرونو او يا هم د باروړونکې لارۍ د ټکر له  امله  رامنځته کېږي.

 سياسي مشرانو په  وار وار له  مرکزي حکومت څخه  غوښتې چې د پېښو د مخنیوي په موخه دې ګامونه  واخلي او هر هغه څوک چې له ترافيکي اصولو سرغړونه کوي، ورته  دې له قانون سره سم سزا ورکړل شي.

View 17

Create Account



Log In Your Account