د هلمند قومي مشران: طالبان دې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي

د هلمند قومي مشران: طالبان دې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي

February 17, 2020

۲۸/۱۱/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د هلمند ځایي مشرانو د یوې پراخې ولسي غونډې پر مهال له طالب مشرانو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دایمي اوربند اعلان کړي او د روانې جګړې پای ته رسولو کې دې اغیزمن ګامونه پورته کړي.

د هلمند د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس احمد نوید نظري وایي: د سولې په روانو مذاکراتو کې د تاوتریخوالي د کمښت موضوع واضح نه ده او طالبان باید اوربند وکړي.

قومي مشران هم تینګار کوي، چې طالبان باید اوربند وکړي او د روانې جګړې پای ته رسولو ته ګامونه پورته کړي.

دوی زیاتوي د جګړې قرباني بې ګناه افغانان ورکوي او د دې جګړې دوام د زغم وړ نه دی.

دیني عالمانو هم د دې غونډې پر مهال د جګړې پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دوی زیاتوي ټول افغانان اوربند غواړي او له اوربند پرته به د جګړې پای ته رسول ناشونې وي.

View 15

Create Account



Log In Your Account