د پکتیا له زرمت ولسوالۍ د نا امنۍ له کبله زرګونه کورنۍ کډه شوي

د پکتیا له زرمت ولسوالۍ د نا امنۍ له کبله زرګونه کورنۍ کډه شوي

February 17, 2020

۱۳۹۸\سلواغه \ ۲۴ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ــــ پکتیا

د پکتیا زرمت ولسوالي چې له مرکز ګردېز سره نږدې پرته خو ډېر نفوس لرونکې ده.

کلونه کیږي، دا ولسوالي سخته نا امنه ده او وخت نا وخت پکې د وسلوالو طالبانو او افغانو ځواکونو تر منځ سختې نښتې کيږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پدې وروستیو کې د شپېنیو عملیاتو او د دې نښتو له امله زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د اوسېدونکو په خبره، دا کورنۍ زیاتره کابل، غزني او د مرکز ګردېز نورو سیمو ته تللې، چې اوسمهال هغلته په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

بل لورته سیمه ایز مسولین هم مني، چې پدې ولسوالۍ کې نیسبي نا امني زیاته ده.

د زرمت ولسوال دولت خان ځدارڼ وايي، دغې نا امنۍ ته به د افغان ځواکونو د هغمږۍ په صورت کې راتلونکی کال پاملرنه وکړي او کچه به یې د پام وړ راټېټه کړي.

د هوا په ګرمېدو سره پدې ولسوالۍ کې نا امني زور نیسي، چې ان د ولسوالۍ په مقام وسلوال طالبان ډله ییز بریدونه کوي.

View 14

Create Account



Log In Your Account