محسود قوم: په دريو ورځو کې دې زموږ غوښتنې ومنل شي

محسود قوم: په دريو ورځو کې دې زموږ غوښتنې ومنل شي

February 17, 2020

تلوسه / نيازمحمد خان پيښور

۱۳۹۸/۱۱/۲۷

د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کې د تېرو دوه ويشت ورځو راهيسې د محسود په نوم  ناست  د لاريون ګډوانوال په سړکونو راوتې دي او د لاریون په توګه يې د جنوبي وزيرستان او ټانک لاره تړلې ده.

 د لاريون مشرانو د حکومتي چارواکو په چوپتيا باندې سخت تاوتريخوالۍ څرګند کړی دی او د خپلو غوښتنو لپاره يي حکومت ته وروستۍ نیټه ټاکلې ده چې په دريو ورځو کې دې د محسود مجبور قوم غوښتنې ژر تر ژره ومنل شي ګني پر ضد به يي ټول محسود قوم په سړکونو پرضد لاریون پيل کړي . د دوشنبې په ورځ په زرګونه د محسود قوم خلکو د پاڅېدلي او سړکونو ته راوتلي او د ټانک سړک يې يو ساعت تړلي وو.

د لاريون ګډونوالو ته پخپله وينا کې مشرانو وويل چې پاکستان حکومت په محسود قوم ډېر ظلم کړی دی کورونه دوکانونه يي ورړنګ کړل او د خپلو کورو څخه يي بې کوره کړل هم د دغه بې وسه خلکو په سر يي د خارجي هېوادونو يي په ملياردونو ډالره بوديجه تر لاسه کړه او بې کوره شويو ته د حق ورکولو پر ځای يې په بډه وهلي دي

مشرانو وويل چې تر ننه د لاريون ګډونوال غلي ناست وو ولې حکومت د محسود قوم په غوښتنو هيڅ غور و فکر ونکړو  همدغه محسود قوم چې رياست ورته ظالم قاتل او ترهګر ويلو د خپل حق لپاره به تر هر حده درومي  او خپل حق لپاره به د رياست ګريوان ته لاس اچوي

د لاريون ګډونوال دوه ساعته وروسته خپل ناستې ځای ته رسېدلي دي چرته  چې د محسود قوم  د "يومحسود " په نوم لاریون باندې پرضد وهلي ناست دي

View 18

Create Account



Log In Your Account