په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په  اړه  نړيوال کنفرانس جوړيږي

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړيږي

February 17, 2020

 

د سلواغه، دلوه  ۲۸  مه  ۱۳۹۸

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېس پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی، او نوموړی به د افغان کډوالو په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

 

                 د ملګرو ملتونو  عمومي منشي انتونيو ګوترېس د افغان کډوالو په  اړه  په جوړېدونکي دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره  پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

 ياد کنفرانس د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره  عالي کمشنرۍ يواېن اېچ سي ار جوړ کړی دی.

چارواکي وايي، چې په تېرو څلوېشت کلونو کې په لومړي ځل د افغان کډوالو په  اړه یو نړيوال کنفرانس جوړېږي چې پرانيسته به يې د دې هېواد صدراعظم عمران خان  کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو په  اسلام اباد کې د افغان کډوالو له  استاذو سره  د ليدنې پر مهال څلوېښت  کاله د  پاکستان د مېلمه پالنې ستاينه  کړې ده نوموړي ويلي چې پاکستان د کډوالو لپاره  د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی.

د اسلام اباد نور خان  هوايي اډې ته  رارسېدو سره  په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استاذۍ منير اکرم  د نوموړي  هرکلی وکړ.

د يوې احصايې له  مخې دا مهال په  پاکستان کې يو نيم ميليون افغان کډوال مېشت دي  چې له  يو اېن اېچ سي ار سره  راجسټر دي، خو شاوخوا يو ميليون نور بيا له  یواېن اېچ سي ار سره  راجسټر نه  دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مشران وايي،  په نوره نړۍ کې چې کوم حقوق کډوالو ته  ورکړل شوي، دلته  افغان کډوال له  هغو بې برخې دي.

 د څلورلسيزو په  تېرو برسېره  هم افغانان نه  شي کولای دلته  په ډاډه زړه  تجارت  وکړي.

بلوچستان مېشتې کډوال هم  له ستونزو سره  ټکوي او وايي چې د تګ راتګ پر مهال د اسنادو په  پلمه  تنګول کېږي.

View 59

Create Account



Log In Your Account