په ختیځ کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ختیځ کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

February 17, 2020

۱۳۹۸/۱۱/۲۸

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

په ختیځ کې د ملي پوځ چارواکي وایي د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون  یولس طالبان وژل شوي دي .

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  مطبوعاتي دفتر نه تلوسې راډیو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ په منجان سیمه کې د وسلوالو طالبانو او ملي پوځ په نښته کې  د قوماندان عثمان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوې او پنځه تنه سخت ټپیان شوې دي .

 د یو بل خبر له مخې په ننګرهار کې د یو قوماندان په ګډون ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تلوسې راډيو ته وویل د ننګرهار ولایت په مومندرې او شیرزادو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان  دي.

خوږیاڼي وویل د شیرزادو ولسوالۍ د ضابط ظاهر قلعه په سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د عملیاتو په ترڅ کې د یو سیمه ییز قوماندان ملا حاکم په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژل شوي، همدا راز د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د توپچي برید په پایله کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

په ترسره شویو بریدونو او عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

View 64

Create Account



Log In Your Account