کونړ : د ملي پوځ په هوایي برید کې ۳ داعشیان وژل شوي

کونړ : د ملي پوځ په هوایي برید کې ۳ داعشیان وژل شوي

February 17, 2020

۱۳۹۸/۱۱/۲۸

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ختیځ ولایت کونړ چارواکي وایي د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملي پوځ په هوایي برید کې درې داعشیان وژل شوي .

د کونړ د والي ویاند عبدالغنې مصمم تلوسې راډیو ته وویل ننګرهار د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په بد ګوړ سیمه کې د ملي پوځ په هوایي برید کې درې تنه داعش وسلوال وژل شوي دي.

مصمم وویل چې داعش وسلوالو په دیوه ګل دره کې ورانګاری فعالیتونه کول چې د ملي پوځ له لورې په نښه شوي دي .

نوموړي وویل چې په یاد برید کې ملکي وګړو  ته کوم زیان نه دی اوښتی .

 داعش وسلوالو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .

View 17

Create Account



Log In Your Account