نړيواله وبا (کرونا ویروس) او زموږ ضعيف روغتيايي حالت!

نړيواله وبا (کرونا ویروس) او زموږ ضعيف روغتيايي حالت!

February 25, 2020

يکوال، عبدالمجید راغستانی ،د پوهې کښته کچه او پرانيستې پولې (سرحدونه) او جګړه! تر چین وروسته ایران کې دا وایروس دومره په چټکۍ خپور شو چې له اټکل نه وتلې خبره ده. دا چې ایراني اخوندانو ولې دا خبره پټه کړي وه او اوس هم خپل ولس او نړیوالو ته درواغ وایي؟ دا بل بحث دئ. که هغه ایرانی چي کاناډا ته په سفر نه وای تللی او هلته یې کورونا نه وایی کشف کړې تر اوسه به هم ایران حکومت نه وای منلې. همد اوس خپله ایراني چارواکي په خپلو کې په ناندریو اخته دي. د ایران په پارلمان کې د قم استازي د ۴۰ کسانو د مرګ لیست (یوازې په قم کې) پارلمان او روغتیا وزارت ته وړاندي کړ خو حکومت یې نه مني او په ټول ایران کي یوازي د ۱۴ کسانو مرګ تائیدوي. داسې بوږنونکي خبرونه خپله ایرانیان خپروي چې اخُندانو پټ هدایتونه صادر کړیدي چې په کرونا اخته کسان دي د زهري پیچکاریو په واسطه له منځه وړي او مرګونه دې خپلوانو ته د نورو علتونو په سبب اعلانوي. دا خبرې ځکه د اهمیت وړ دي چې له یوې خوا ایران د دې وبا د کنټرول توان نلري د بلې خوا زموږ میلیونونه وطنوال هلته ژوند کوي او په لسګونو زره هره ورځ په قانوني او غیر قانوني لارو تګ او راتګ کوي. د هرات وروستۍ پېښه یې معلومه بېلګه ده چې یاد کس د قم له ښاره راغلی دئ.تاسو فکر وکړئ چې هرات غوندې ولایت کې د یاد ویروس تشخیص نه کیږي او د مشکوکو کسانو وینې کابل ته لیږي نو به په نیمروز،خوست،پکتیکا،روزګان،بادغیس.................څه حالت وي؟ اوس که دا ویروس د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته ورسیږي یا ښایي اوس رسېدلی وي څه به کیږي؟افغانستان نه چین دئ چې په یوه هفته کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي یا په لسګونو میلینونو کسانو ته په کورونو کې اوبه او خواړه ورسوي . دولت او د روغتیا وزارت باید همدا اوس روغتیایي بیړنی حالت اعلان کړي ،د نړوالو ټولنو نه د تشخیص وسائیل و غواړي چې حد اقل که په ټولو ولایتونو کې نه کیږي د زونونو په کچه (هرات،کندهار،ګردیز،جلال اباد،مزار شریف،کندوز،کابل،غزني....)د تشخیص وسائیل ورسوي.او د پراخو وقایوي تبلیغاتو تر څنګ د درملنې وسائیل او لارې چارې و لټوي.

View 82

Create Account



Log In Your Account