د طالبانو د يو بم جوړونکې کيسه

د طالبانو د يو بم جوړونکې کيسه

March 3, 2020

ليکوال ميرويس سمون بارکزی د طالبانو یو بم جوړونکی په کندهار کې کیسه کا چې یوه ورځ خپل بم راباندې وچاودېدو. طالبانو کراچۍ ته د درملنې لپاره په بد حالت کې ورسولم هلته د طالبانو د مریضانو مسؤل نورو ته هدایت کوي چې د بم جوړونکې سترګې لومړی وګورئ که سمې وي، تداوي پرې وکړى. ښه ډېر مصرف په وکړئ او که یې سترګې له منځه تللې وي مصرف مه پرې کوئ نور په درد نه خوري. بم جوړونکی وایي زه دا خبرې ټولې اورم خو دوی فکر کوي چی زه بېسده یم. بم جوړونکی وایي د خدای فضل ؤ سترګې مې جوړې وې درملنه یې راباندې وکړه جوړ شولم. خو طالبانو مې پرېښول اوس د طالبانو څخه لیرې خپله خواري کاږم او په حلاله ګوله ژوند کوم. د پورتنۍ پېښې برعلاوه طالبانو د خپلو افرادو په مقابل کې د نړۍ تر ټولو بې رحمه ګروپ دی خپل افراد لکه سبزي په امریکایانو او دولت داسې وژني حتی د ځانمرګو کولو سبب یې هم دا دی چې خپلو افرادو ته اهمیت نه ورکوي طالبانو پر حیواناتو، سپینږیرو، کوچنیانو او ښځو هیڅ رحم نه لري کوچنیان ځانمرګي کوي. عام زاړه خلګ او ښځې په وژني. طالبان خپل مړي هم نه وړي. د چنګېز عسکر هم دومره ضعيف نه ول چې خپل مړي پرېږدي بیا طالبانو څنګه دونه پر خپلو خلکو مهربان شول چې د امریکا سره په لومړي شرط کې خپل ۵ زره بندیان غواړي او هغوی بېګناه سپینږیري او معلولین بولي؟ جواب طالبان چې کوم بندیان غواړي اوله درجه د ای اس ای غړي دي او یا د اوله درجه طالبانو خپلوان دي. پاکستان د طالبانو د ګروپ د مورال د لوړولو لپاره د دوی اول نمبر خلګ اېله کول غواړي که د طالبانو لپاره د شک پر اساس را ويستل شوي بېګناه بندیان مهم وای، هغوی چې لا دوسیې نه لري د ۲ سوه زرو افغانیو په مقابل کې هم را اېله کېدای شي. خو طالبان هغوی نه غواړي. هغه چې د طالبانو د جنګ ماشین په چلیږي هغه غواړي. تر هغه چې طالبانو د افغان دولت سره خبرو ته کښېني که اشرف غني دا بندیان ور اېله نه کړي د امریکا او پاکستان خبره وا نه وري دا د افغانستان د ابادېدو، د نظام د ټینګېدو او د استقلالیت او خپلواکۍ زېری دی. د بندیانو مسئله د ټول نظام د استقلالیت مسئله ده. ساده د بندیانو مسئله نه ده. که اشرف غني دلته تعویض ورکړي ټول نظام یې ګواکي پاکستان ته وسپاری. دا څه په یوه خبره کول څه په تدریجي ډول په دوه - درې کاله پاکستان ته سپارل کوم فرق نه کوي. نوټ: طالبانو هر وخت افغانان وژلي دي، بندي یې نه دي ساتلي. اوس په افغانستان کې عام خلګ نیسي تر څو زر کسان پوره کړي چې دولت ته یې د ۵ زرو خونخوارو په مقابل کې ورکړي.

View 200

Create Account



Log In Your Account