پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو ته کابل کې مشرانو او ځوانانو اجنډا لرله !؟

پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو ته کابل کې مشرانو او ځوانانو اجنډا لرله !؟

March 14, 2020

ليکوال زمردخان منګل دا چې د کرښې دواړو غاړو ته دغه ستر وياړلى قوم د جنګونو, نفرتونو او بې اتفاقيو د شديد اور په غر غنډو کې دى نږدې څه باندې څلور لسيزې ناورينونو او تراژيديو سره مخ دى د دنيا لويې لوبې پدې خاوره روانې دي د تراژيديو او تاوتريخوالي بڼه بدليږي، په لس ګونه کالونه يې زغمي او ورسره ژوند کوي. له نيکه مرغه په پښتونخوا کې د (PTM) غورځنګ تر چتر لاندې خوځښت پيل شو، چې سپرغۍ د دې ستر مسالمت امېزه انقلاب د ځوان شهيد نقيب الله مسيد وينه وه ، چې سرونه په لاسو کې ځوانانو دا سپرغۍ وپوکله بالاخره په کليو، بانډو ،ښارونو او سيمه کې د محکومو پښتنو تر منځ يې بيداري او پاملرنه رامنځته کړه د وخت ستر جابر، چې پخوا به يې چا په وړاندې خبره او رپ نشو کولاى نن ورځ مخامخ په هر ميدان او هر سټيج دا وياړلي ځوانان د فولادو غر هسې ولاړ دي تر ټولو غوره او د بريا خبره خو دا ده چې دوى خورا سپيڅلي او منلي ادرسونه پيدا کړي هر يو ځوان مشر منظور احمد پښتين ، علي وزير، محسن داوړ، عبدالله ننګيال او نور مبارزين ... او ستره د بريا خبره دا هم ده ،چې ټول ځوانان مشران (ښځينه او نارينه ) او په دوى پسې ولاړ د پښتنو مشران مبارزين (N P) غړي هم ور پسې اقتدا کړي او په غونډه کې وويل ،چې دغه ځوان مشران موږ مخکې کړي نو د (PTM) مخکښو دا ستره لاسته راوړنه او تاريخ جوړونکي پيلامه مو مبارک شه!! کابل ته د پښتونخوا مشران ،چې د مقاوم او محبوب ولسمشر جلالتمأب محمد اشرف غني د دويم ځل د ولسمشرۍ د لوړې مراسموته را بلل شوي وو په هيواد اوخپل کور کې ورته تود هر کلى وويل شو چې دا يې حق دى د مراسمو څخه وروسته ليدنو کې د دوى سره د دې لوري فعالو ، مبارزينو ، مشرانو او ځوانانو کومه ځانګړي اجنډا لرله؟ له بده مرغه نه يوازې او يوازې جوړه ييز څو ييز او ډله ييزسېلفي انځورونه، د ګلونو هارونه، ډالۍ او اتڼونه نور هيڅ (0) _ آيا موږ کوم پيغام دوى ته ورکړ چې حال او راتلونکى څنګه کوو؟ _ آيا موږ د ډيورنډ کرغيړنې کرښې دېخوا څه کولاى شو ؟ _ آيا تاسو د ډيورنډ د کرغيړنې کرښې هغې خوا څه کولاى شى؟ د دې ستر قوم د پيوستون او يووالي د کرښې دواړو غاړوته لار نقشه به څه وي؟ دا چې موږ او تاسو محروم او محکوم يو کوم ګډ پلان رامنځته کولاى شو ؟ لکه تاسو(PTM) چې کور په کور کليو بانډو ،ښارونو ټوله خاوره او نړۍ کې کوم يووالى او ويښوالى راټوکولى موږ څنګه کولاى شو چې په پورته ډول خپل هويت ثابتولى او برجسته کولى شو په داسې حال کې چې تر تاسو موږ په خپل واک او اختيار يوو ولې په بيلابيلو ادرسونو ويشلي مقطعي موخو کې يوو. په لويه پکتيا او نورو زونونو کې ټولنيز بيلابيل جوړښتونه ،چې د مشرانو او ځوانانو څخه ترکيب دي تاسو ته د کوم ډول همکارۍ او همغږۍ چارچوب او ميکانيزم لري!؟ که يوازې شعار (د لر او بر ) دى _ لر او بر ستراتيژي غواړي ! _لر او بر منظمه او منسجمه پاليسي غواړي ! _ لراو بر يو افغان پلي کيدونکى لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلان غواړي. چې دا ټول د يوې هر اړخيزې جامع طرحې په رڼا کې بايد وي ــــــــــــــ دا منو چې د ميلمنو څومره عزت او قدرداني کيږي د ډيرې خوښۍ ځاى دى ولې دا د منلو نه ده چې موږ دې په دې برخه کې هر اړخيزه طرحه او ستراتيژيک پلان ونه لرو !! راځى پدې عصر (يوويشتمه پيړۍ ) کې احساسات-جذبات_نمايشات پر منظمه او منسجمه #طرحه _ ستراتيژي _ عملي پلان بدل کړو ولسونه مو څاري لطفاً پاملرنه وکړئ ډيرو کمو د ګوتو په شمار اشخاصو د لر او بر د يووالي د هويت د ثابتوالي او ګډ کار په عملي پلان او طرحه بحث کړى وي که موږ تاسو د کابل سيرينا هوټل غونډه يا نورو غونډو کې په پورته يادو موضوعاتو اجنډا لرلاى څومره به عالي واى نور به خپلو کړنو او فعاليتونو ته متوجه واوسو.

په درنښت

View 43

Create Account



Log In Your Account