خوست اوسېدونکي: حکومت دې خپل منځي اختلاف ته د پای ټکی کیږدي او دسولې په لور دې ګامونه پورته کړي

خوست اوسېدونکي: حکومت دې خپل منځي اختلاف ته د پای ټکی کیږدي او دسولې په لور دې ګامونه پورته کړي

March 24, 2020

۱۳۹۹\وری\ ۵ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــــــــ خوست

په خوست کې قومي مخور، دیني عالمان او فعالان د حکومت له موجوده رهبرۍ او د سیاسي ګوندونو له غړو څخه غواړي، چې خپل منځي اختلاف ته د پای ټکی کيږدي او د سولې په برخه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه ټول شموله پلاوي په ټاکلو غور او کار وکړي.

د ولایتي شورا پخواني شورا وکیل او د سولې یوالي کاروان مشر عبدالولي واحدزی وايي، له روانې جګړې څخه هېڅ افغان بې ضرره ندی پاتې شوی او ټول اقشار يې ځپلي دي.

دی په هېواد کې روان وضعیت په اشارې سره وايي، چې حکومت د سولې په برخه کې د زندانیانو د خلاصون او تبادلې لپاره زمینه برابره کړي.

قومي مخور او دیني عالمان بیا د حکومت له مشرانو او سیاسي احزابو څخه غواړي، چې تر منځ روان کړکېچ او اختلاف ته د پای ټکی کيږدي، څو د سولې روانې خبرې، چې په وروستیو کې څه ټکنۍ شوې له ستونزو سره مخ نشي.

دوی وايي، که د حکومت د مشرانو او احزابو تر منځ روان کړکېچ پدې ډول ادامه پیدا کړي، د سولې خبرې به له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

دا پداسې حال کې ده، چې تازه امریکا له افغانستان څخه ۱ میلیار ډالره مرسته کمه کړه، چې ډېری خلک يې لامل د محمد اشرف او عبدالله عبدالله تر منځ د ټاکنو پر سر روان جنجال په ګوته کوي.

خلک دې چارې اندېښمن کړي او وايي، په دومره لویه کچه د امریکا د مرستې کموالی به د هېواد په روان وضعیت بده اغېزه وکړي.

View 48

Create Account



Log In Your Account