د حضرت عثمان رض ځمکې اوس هم په مدينه منوره کې د‌ ده په نوم دي

د حضرت عثمان رض ځمکې اوس هم په مدينه منوره کې د‌ ده په نوم دي

March 24, 2020

څوارلس سوه کلونه وروسته هم د حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه په نامه په مدینه منوره کې ځمکې شته چې، د اللهﷻ لپاره وقف دي او د سعودي عربستان په بانکونو د عثمان بن عفان په نوم اکاونټ او حساب هم شته دی. کیسه داسې وه چې د مسلمانانو له هجرت وروسته په مدینه منوره کې د ټولو لویو څاګانو اوبه مخ پر کمېدو شوې؛ خو یو ډېره لویه څاه چې د (بئر رومه) په نوم مشهوره وه، د اوبو له کموالي سره مخ نه شوه؛ خو دا څاه د یوه یهودي ملکیت وو چې، د څاه هر غوړپ او به یې په بیه پلورلې. حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه نوموړي یهودي ته ورغی تر څو ترې دا څاه وپيري؛ خو یهودي د څاه خرڅولو ته تیار نشو. بیا امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه ورته د نیمې څاه د پیرلو وړاندیز وکړ چې، یهودي قانع شو او نیمه څاه یې ورباندې وپلورله، پدې ترتیب چې، د څاه اوبه یوه ورځ د يهودي وي او بله ورځ به د حضرت عثمان رضي الله عنه وي. یهودي ډېر خوښ وو چې، حضرت عثمان رضی الله عنه غوندې تکړه تاجر ورسره شریک شو اوس به یې اوبه نور هم ښه قیمت پیدا کړي؛ خو په دریمه ورځ ورته معلومه شوه چې، دده پېرودونکي ټول په هغه ورځ اوبو وړلو ته راځي چې، د څاه نوبت د حضرت عثمان رضي الله عنه وي؛ ځکه چې هغه خپلې اوبه د اللهﷻ لپاره وقف کړې وې چې، خلکو په وړیا توګه وړلې، یهودي چې پوه شو؛ نو له حضرت عثمان رضي الله عنه نه یې وغوښتل تر څو مکمله څاه وپیري او د شل زره (۲۰۰۰۰) درهمو په مقابل کې یې حضرت عثمان رضي الله عنه ته وسپارله او هغه هم ټولې اوبه د اللهﷻ لپاره وقف کړې. ویل کېږي چې یو وخت کوم صحابي وغوښتل چې، دا څاه د هغه په دوه برابره قیمت له حضرت عثمان رضي الله عنه نه وپیري؛ خو امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل چې، نه تر دې ګرانه یې له ما څخه غواړئ. صحابي ورته وویل: درې برابره قیمت واخله، ویل نه تر دې هم ګرانه! څلور، پنځه... تر نهه برابره قیمت ورکولو پورې تیار وو؛ خو حضرت عثمان رضي الله عنه بیا هم ونه منله؛ نو هغه صحابي رضي الله عنه ورته وویل چې، تر دغه قیمت پورته به یې هیڅ څوک هم درنه وانخلي. حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمایل: ماته مې رب د نېکۍ لس برابره بدله راکوي ایا دا لږ څه دي؟ ددغه څاه شا وخواته کرار کرار باغونه کينول شول په سلګونو ونې يې اوبه کولې او د حاصلاتو روپۍ یې پر یتیمانو او مسکینانو ویشل کېدلې. هر حکومت ددغه وقف خاص خیال وساته او عثماني دولت دغه وقف ته نور هم انکشاف ورکړ، په دغو روپیو نور جایدادونه او باغونه هم واخیستل او له هغه راپه دې خوا د سعودي حکومت هم دغه وقف ته لا زیاته پراختیا ورکړه. ویل کیږي تر اوسه تر ۱۵۰۰ سوه زیاتې د خرما ونې لري او د حاصلاتو نیمایي یې پر مسکینانو او یتیمانو ويشي او نورې نیمایي یې په سعودي بانک کې جمع کوي تر څو په نورو خیریه کارونو کې ورنه ګټه واخلي. د امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه له وقف شویو مالونو څخه د زکات او صدقاتو له ورکولو سره سره په بانک کې دومره شتمني موجوده ده چې، څه موده وړاندې یې د مدینې منورې په مرکزي سیمه کې د یوه لوی بلډینګ لپاره ځمکه وپیرله او یو لوی بلډینګ یې ورباندې جوړ کړ، چې تقریباً د کال ۵۰ میلیونه ریاله عاید لري او عاید یې پر بیوزله او یتیمانو ویشل کیږي. د يادوني وړ ده چې په سعودي بانک کې د حضرت عثمان رضي الله عنه په نوم ډیره زياته شتمني پرته ده او د تعجب ځای خو دا دی چې، دا ټوټه ځمکه او ودانۍ په ښاروالۍ کې رسماً د عثمان رضي الله عنه په نوم ثبت ده. سبحان الله! له اللهﷻ سره تجارت څومره تلپاتې او همیشنۍ ګټې لري! پوره څوارلس سوه کاله دغه تجارت دوام وکړ او لا جاري دی. ځکه خو رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي وو چې: د هر نبي لپار په جنت کې یو خاص ملګری وي او زما د جنت ملګری حضرت عثمان رضي الله عنه دی.

View 25

Create Account



Log In Your Account