د کرونا ویروس ساده درملنه، بې له درملو

د کرونا ویروس ساده درملنه، بې له درملو

March 24, 2020

ژباړه: کریم وطنوال

که په کرونا آخته شو، باید څه وکړو؟ لومړی روغتون ته مه ځئ، حتی د ټست لپاره هم، فکر وکړئ ټست مثبت ده دلیل یې د لیکنې په آخر کې ویل شوي. درملنه اساساً د ویروس د ضعف پر بنسټ صورت نیسي چې د جاوتز د مکروب پېژندنې په کتاب کې د ویروسونو د ضعف ټکي ته اشاره شوې ده چې د ډېرې ویروسي ناروغېو درملنه حتی هغه سرطانونه چې د پاپیلوما وایروس او هرپس سیمپلکس او... وایرسونو سره تړلې ده. "اکثره وایروسونه په 56 درجې تودوخه کې له منځه ځي." د جاوتز د مکروب پېژندنې کتاب ولې د ناروغۍ په وخت کې تبه کوو.؟ ځکه له 36,5 او 37 درجو څخه 38 او بیا 40 درجو ته د وجود د حرارت پورته کېدل دا مانا ورکوي چې حرارت د بدن د بکتریاګانو، وایروسونو او د ناروغېو ټولو عواملو د رشد محیط محدود کړي او د ایمني سیستم په مرسته هغوی له منځه وړي. نو یوازې په ماشومانو او هغه مسنّو خلکو کې چې له مخکې نه د زړه ناروغي لري، لوړه تبه خطرناکه او د تشویش وړ ده. بناً، لطفاً د تبې له کموونکو وسیلو، مسّکنونو او کورتونونو(د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکي) څخه استفاده مه کوئ؛ تر څو بدن وشي کړای چې د مکروبونو سره مقابله وکړي. که وتوانېږئ چې د بدن د ځینو اندامونو لکه د تنفسي غړیو حرارت په مصنوعي او موضعي ډول پورته بوزئ، نو ناروغي به په چټکۍ سره کنترولیږي. د عملي درملنې هغه مراحل چې د کرونا وایروس ښکر ماتوي او له پښو یې غورځوي. 1- په ستوني کې د سوي د لومړي احساس سره باید د وایروس د تکثیر مخه ونیسو، باید د بدن سره مرسته وکړو تر څو ډېر زر درمان شو، خو څه ډول.؟ د ګرمو اوبو یو مقدار مالګوبی غړغړه کړئ او تر خپلې وسې دا ګرمې اوبه په خپل ستوني کې وساتئ تر څو د اوبو ګرموالی پر وایروس اثر وکړي که دا چاره د یوې دقیقې لپاره تر سره شي، نو په دو یا څه ډیر ساعتونو کې د ستوني له سوي څخه خلاصیږئ او په ورځ کې درې ځلې د همدې غړغړې په دوام ورکولو سره د وایروس فاتحه په همغه لومړۍ ورځ کې اخیستل کیږي. 2- که د غړغړې سره، سره بیا هم د ستوني سوی دوام کوي، نو یوه غوزه اوږه په غاښونو کې ونیسئ، کله، کله فشار ورکوئ تر څو په اوږه کې موجود آلیسین آزاد شي او بخار یې ستاسو تنفسي مجارې او سګو ته ورسیږي چې د خپل بکتریایي ضد خاصیت سره کولای شي د ستوني د درد بېلابېل مکروبونه له منځه ویسي. په همدې حالت کې مو نَفَس د 10 ثانیو لپاره قید ونیسئ تر څو د عفونت مسیر پاک کړي. د %80 په اطمینان سره ستاسو درملنه کیږي. 3- که عفونت دوام وکړ او ټوخی پیل شو؛ دا ځل باید د اوبو تبخیر صورت ونیسي، داسې چې د سرو اوبو دا بخار باید تنفسي مجارو او سګو ته ورسیږي. په %90 ډاډ سره د سرو اوبو د بخار دا معامله په لومړیو اول او دويمو ورځو کې به د وایروس ریښې دړې وړې کړي. 4- که ناروغي شدیده وه او چا پاس موارد مخکې نه وي ترسره کړي او ناروغ شي؛ د ذکر شویو درېګونو مرحلو په علاوه، لاندې مرحله دې هم عملي کړي: یوه کاچوغه د ترش تازه لیمو اوبه دې د یوه کاچوغې عسل سره مخلوط کړي او ودې خوري دا د وایروسونو د درملنې لپاره تر ټولو قوي انتي بیوتیک دی نری چای او محلي ګرم سوپونه د روغتیا د سرعت لپاره موثره دي. په اتاق کې پر بخارۍ د بخار د تولید په موخه د اوبه یو ظرف اېښودل د تنفسي ناروغېو ډیره موثره مداوا ده. د استخر بخار سونا مخصوصاً مرطوب ډول یې نو بیخي غوغا کوي. د کوتیزول، هایدرو کورتیزون، دګزامتازون، بتامتازون او داسې نور د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکو درملو تزریق او کارونه جداً منع دي؛ ځکه د مرګ خطر پکې بیخي ډیر دی. د %99 په اطمینان سره د ذکر شویو 4 مرحلو په تطبیق سره د وایروسونو ټول ډولونه لکه کرونا نابودیږي او پر همغه لومړۍ ورځ پرې غلبه کوي. روغتون ته مه ځئ، هغه ځای د مرګ لامل دی؛ هلته وایتکس ډیر مصروفوي او د وینځلو مواد ساړه تولیدوي چې سږي او ماغزه له کاره غورځوي. روغتون ته لاړ شئ، خو هغه وخت چې کومه بله ناروغي ولرئ یا هم پر دې وایروس په ککړېدو سره جدي مراقبت ته اړتیا پېښه شي. د کرونا وایروس مخکې له دې چې سږو ته ورسیږي، د 4 ورځو لپاره په ستوني کې پاتې کیږي او د ستوني درد او ټوخي باعث ګرځي. په دې وخت کې په محض د دې چې د ستوني درد یا ټوخی پېل شي، که ګرمې اوبه ډیرې وڅښل شي، د بخار اقدام وشي او همدا راز د مالګې یا سرکې غړغړه تر سره شي، په دې طریقه کولای شو سږو ته د وایروس له نفوذ څخه مخنیوی وکړو او هغه له منځه ویسو.

View 53

Create Account



Log In Your Account