لوګر کې ١٠ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

لوګر کې ١٠ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

March 24, 2020

نیټه ۱۳۹۹/۱/۵

نن د لوګر ولایت اړوند برکې برک ولسوالۍ او پر یو شمېر نورو امنیتي پوستو طالب وسله والو برید وکړ چې یاد برید د ولایت امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص تر رهبرۍ لاندی ښه مهار شو خپله د ولایت امنیه قوماندان یادې ولسوالۍ ته ولاړ له نیږدې یې د امنیتي ځواکونو میړانه او زړورتیا وڅارله، امنیه قوماندان د یادې ولسوالۍ له ټولو مسؤلینو او د ولایت لخوا تللی د پولیسو ځانګړی ځواک څخه مننه وکړه چې نن ورځ یې د دښمن یو شوم پلان له خاورو سره خاورې کړ تر څنګ یې دوی ته ډاډ ورکړ چې موږ ستاسو په خدمت کې یو موخه مو سره یوه ده په خپله لار کې پر حق او صادق یو خدای ج مو ملتیا کوي د پردیو غلامانو او د هېواد د دښمنانو پر ضد یو او تل به اوسو. د یادونې ده د وسله والو طالب لخوا چې کوم برید تر سره شوى ؤ د دوی پر درنه مرګ ژوبله تمام شو د څو ساعته نښتې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شو چې په نتیجه کې د مسلم یار په نامه د سرګروپ په شمول اته تنه طالب وسله وال سخت ټپيان او دوه تنه نور یی ووژل شول.

View 79

Create Account



Log In Your Account