ډاکټران: د کرونا د مخنیوي اړین وسایل ورته نه دي ورکړل شوي

ډاکټران: د کرونا د مخنیوي اړین وسایل ورته نه دي ورکړل شوي

March 24, 2020

۱۳۹۹/۱/۵

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

 په هېواد کې د کرونا ویروس  وېره مخ په ډېرېدو ده په جلال اباد ښار  کې د یو شمېر نور ښارونو په څیر لا هم ګڼه ګوڼه نه ده کمه شوې.

د ننګرهار اوسېدونکي دغه ولایت کې د کرونا وايروس پر وړاندې شته تدابیر په کم بولي او نیوکه کوي چې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره خلکو ته هغه لازم وسایل په واک کې نه دي ورکړل شوي چې اړتیا وي.

ګل زمان محبت وایي چې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې لا هم خلک د کرونا د مخنیوي لپاره په هیڅ نه پوهیږي نو ولایتي او مرکزي اداره دي په دي برخه کې لازم اقدامات وکړي .

 د ننګرهار په یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالان وایي چې  تر اوسه دوی ته د کرونا ویروس د تشخیص لپاره اړین وسایل نه دي ورکړل شوي.

ډاکټر یعقوب محمدي وایي چې دوی په روغتیایي مرکزونو کې هیڅ ټول وسایل نلري چې کرونا د تشخیص په برخه کې ترې کار واخلي .

روغتیایي چارواکي بيا په دې ويروس د اخته کسانو لپاره په دې ولایت کې د معایناتو لپاره د اړينو وسايلو د شتون ډاډ ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتیاي رئیس نصیر احمد درانی وایي، تر اوسه  په دې ولایت کې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د یاد ویروس د احتمالي راتګ مخنیوي لپاره اړین چمتوالی نیولی دی.

د عامې روغتیا وزرات د معالوماتو له مخې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

 

View 11

Create Account



Log In Your Account