د پکتیا اوسېدونکي د کرونا پر وړاندې د ادارو هڅې کم رنګه بولي

۱۳۹۹\وری\ ۶ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ــــــ پکتیا

د پکتیا  اوسېدونکي نېوکه کوي، چې پدې ولایت کې د ولایتي او اړونده ادارو له لورې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار هڅې په نشت حساب دي.

دوی له ولایتي ادارې او مسولینو غواړي، چې دې ولایت ته داخلېدونکي ټول کسان دې معاینه شي.

ډاکټر عبدالهادي حماس او جلال علي خېل دوه تنو اوسېدونکو تلوسې راډېو ته وویل، پدې ولایت کې د ولایتي ادارې او د ورغتیا ریاست هڅې په ډېره کمه اندازه تر سترګو کیږي، چې د دې ویروس د ومخنیوي لپاره په هیڅ صورت بسنه نکوي.

د دوی په غوښتنه، د پکتیا په ټولو داخلېدونکو دروازو کې دې کتونکي ودرول شي، چې ټول راتلونکي کسان لومړی وګوري او له هغه وروسته ورته د داخلېدو اجازه ورکړي.

خو مسولین بیا بعضې تشې نړۍ شموله بولي، خو خپله پدې ولایت کې د ګړندوی هڅو خبره کوي.

دوی له عامې روغتیا وزارت څخه هم غواړي، چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دې دوی ته زیات امکانات په واک کې ورکړي .

د پکتیا ولایتي اداره وايي، د عامې روغتیا وزارت دوی ته دومره امکانات په لاس کې ندي ورکړي، چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره بسنه وکړي.

پداسې حال کې ده، چې د پکتیا په ګاونډ لوګر ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې  پدې سره دې ولایت ته د دې ناروغۍ د راتلو امکان ډېر دی.

په هرات کې د کرونا له وېرې د ورځې پر ګرځېدو بنډیز ولګول شو

۱۳۹۹/۱/۴

تلوسه راډیو:هارون/هرات

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۵ ته ورسیدلي او نن یوه ۴۵ کلنه مېرمن په هرات کې د کرونا له امله مړه شوه په هرات کې د ورځې پر ګرځېدو کلک بنډیز ولګول شوو خو د بلې خوا له ایران څخه لا هم هره ورځ زرګونه افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ته راځي.

نن د هرات ښار د کورنا د نه خپرېدو په موخه ۹۵ سلنه تړلې وو، پولیسو په جدي ډول  په ښار کې د خلکو د تګ راتګ مخنیوی تر سره کوي خو یوشمېر کسانو کلک انتقادونه وکړل خلک وايي، د اسلام کلا بندر دې وتړل شي روغتون دې جوړ شي نه دا چې ښار تړل کیږي او پر خلکو محدودیت وضعه کیږي دا محدودیت زموږ د غریب ولس سره نه ښايي.

د لویدیځ د علماوو شورا مشر مولوي خدایداد صالح وايي، اول دې حکومت خلکو ته ډوډۍ پیدا کړي چې له لوږې مړه نشي بیا دې ښار قرنطین کړي.

بلخوا  د هرات ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشیمي نیوکه کوي چې په هرات کې روغتیايې توکي نشته درمل نه دي را رسېدلي خلګو ته هیڅ راز خدمات نه وړاندې کیږي خلک د لوږې سره مخ کیږيد پولیسو محدودیت خپل یوه ناورین ته لاره هواره کړي.

د هرات د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايي، موږ تدابیر لرو خو د خپلو امکاناتو په اندازه او د ده په خبره دوی دا مني چې د روغتیايې توکیو د کمښت سره مخ دي خو وايي، په ټوله نړۍ کې دا مشکل شته یوازې دا هرات نه دی خو بیله دې چې خلګ له کورونو را نه وځي بله چاره نشته.

د هرات د والي ویاند وايې ښار په بشپړ ډول نه دی قرنطین شوی یوازې د خلکو پر تګ راتګ محدودیت وضعه شوی او دا کار د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز تر سره شوی.

باید وویل شي چې نن د هرات په ښار کې دولتي ادارې بندې مارکیټونه تړل شوي وو یوازې یوشمېر د خوراکي توکیو هټیو ته د پرانيستل کېدو اجازه ورکړل شوې وه خو له کلک بنډیز سره سره یوشمېر بیوزله کسان بازار ته د توکیو د پلور لپاره را ووتل.

هلمند کې د کرونا ویروس پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده

۶/۱/۱۳۹۹

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل ډاکتر احمدضیا حیات وايي چې په هلمند کې یې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او وقایې لپاره پوره چمتوالی نیولی دی چې په مټ به یې پدې ولایت کې په لوړه کچه د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی وشي.

د حیات په وینا چې د کرونا ویروس څخه د ځان او کورنیو ژغورلو او مبارزې په برخه کې یې ولسي وګړو ته په پراخه کچه عامه پوهاوی ورکړی دی چې دا چاره به هم د کرونا ویروس پر وړاندې اغیزمنه تمامه شي.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل ډاکتر احمدضیا حیات همدارنګه زیاتوي چې دا مهال د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د شاوخوا ۴۰ بسترو لپاره چمتوالی لري

عرب: د کرونا ویروس خپريدو وېره په سوداګرۍ کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

۱۳۹۹/۱/۶

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

په ختیځ ښار جلال اباد کې سوداګر او هټیوال  وایي د کرونا ویروس د خپریدو   له امله یې کاروبار شپیته سلنه زیان لېدلی دی.

ننګرهار کې  د هټیوالو او کسبګرو د اتحاديې مشر عزیز الرحمن عرب وایي، له کله چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د خپریدو وېره خپره شوې له هغې ورځې راهیسې یې په سوداګرۍ کې ۶۰ سلنه زیان لېدلی دی.

خالد احمد د جلال اباد ښار یو هټیوال دی هغه اندېښنه لري چې د پخوا په شان یې د کارو بار خونده نشته چې له امله یې هره ورځ دوی ته اقتصادي زیان اوړي.

 دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د خلکو پر ګڼې ګوڼې دې بندیز نه لګوي بلکې د دې کار د مخنیوي لپاره دې بدیلې لارې ولټوي.

 روغتیایي چارواکي په دې ولایت کې د کرونا ویروس احتمالي راتګ نه ردوي خو د مخنیوي په موخه د روغتیایي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي، تر اوسه په دې ولایت کې د کرونا ویروس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوي چې نتیجه یې منفي وه.

 

د جایدادونو څښتنانو ته د يوې مياشتې کرايې نه ورکول کېږي

۱۳۹۹/۱/۶

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ په دې ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي کمیسیون پرېکړه وکړه چې د هغه جایدادونو کرایه به یې مالکانو ته د حمل په میاشت کې نه ورکول کیږي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه تړل شوي دي او د مودې غځیدو په موخه به دویمه پرېکړه اعلان کړي .
یاد کمیسیون چې د ننګرهار والي، د ولایت مرستیالانو،حکومتي،خصوصي او نړیوالو ادارو مسؤلینو او استازو په کې ګډون کړی وو،د وري په ۶مه ولایت مقام کې غونډه وکړه چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه یې په بېلابېلو موضوعاتو پرېکړې وکړې .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وویل،په دې کمیسیون کې یې پرېکړه وکړه چې د هغه جایدادونو کرایه به یې مالکانو ته د حمل په میاشت کې نه ورکول کیږي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه تړل شوي دي او د مودې غځیدو په موخه به دویمه مرحله پرېکړه وکړي .
هغه وویل،همدا راز یې پرېکړه وکړه چې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې به د ډاکټرانو کتنځآیونو،درملتونونو،صرافۍ،نانوایۍ،قصابۍ،ترکارۍ او خوراکه پلورونځیو پرته نور ټول کاروباري ځایونه چې ډیر مهم ضرورت ورته نشته،د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه وتړل شي .
د ښاغلي میاخېل په وینا د تفریحي په ګډون ټول هوټلونه،سلماني خانې،صرافانو بولي،شخصي مدرسې،تبلیغي مرکزونه،د ستار بندۍ،کورسونه،په کورونو او هوټلونو کې د ودونو او خیراتونو مراسم او نور ټول هغه چارې چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته کیږي،د بندیز او تړلو پرېکړه یې کړې .
نوموړي د دې په پرېکړې په تطبیق کې د مسؤلینو ترڅنګ د ولس،مخورو،علمآؤ کرامو، ګذر وکیلانو،ښوونکو او نورو خلکو مرسته اړینه وبلله،ترڅو دا ولایت د کرونا ویروس د خپریدو څخه وژغورل شي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په دې غونډه کې یې پرېکړه وکړه چې جلال اباد ښار کې ټول ریکشا چلوونکي دنده لري چې ماسکونه او دشکشۍ واچوي او په خپلې ریکشا دې وخت په وخت دواپاشۍ چارې هم ترسره کړي .
هغه وایي،په درونټې سیمه کې د روغتیا پالو له لورې چک پوینټ او په ښار کې دوا شیندل اوس مهال کومه ګټه نه کوي او د روغتیايي مسؤلینو سره په دې برخه کې وخت په وخت مشورې لري چې د غوښتنې پر اساس به یې یادو برخو کې هم اقدامات وشي .
نوموړی وایي،شوې پرېکړې یې د خلکو د ژغورنې په موخه کړي او غوښتنه یې وکړه هغه کسان چې ضرورت نلري،باید پخپلو کورونو کې پاتي شي .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي، د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي کمیسیون ټولې پرېکړې به په مرکز کې د امنیتي سکتور او اړونده صنفونو سره په همغږۍ تطبیق کړي او هیڅوک حق نلري چې سرغړونه وکړي،ترڅو د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې بریالي شو.
په ننګرهار کې د مارکیټونو او ملکیتونو شورا مشر حاجي غلام مصطفی رحیمي وایي،ژمن دي چې د پرېکړې له مخې د حمل په میاشت کې د خپلو هغه ملکیتونو کرایه وانخلي چې په کرایه یې ورکړي او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له امله تړل شوي،خو وړاندیز یې وکړ چې حکومت دې ورته مالیه او بېلابېل ټکسونه هم معاف کړي .
د ننګرهار د اصنافو او هټیوالو خونې مشر حاجي عزیزالرحمن عرب وویل،ټولو صنفونه یې ژمن دي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه پرېکړې تطبیق کړي،خو په وینا یې ښار کې به د خوراکي توکو ترڅنګ د کفن پلورونکو ځآنګړې هټۍ د ضرورت له مخې پرانیستي وساتي .
د ولایتي شورا په استازیتوب عبیدالله شینواري د ولایتي ادارې د ترسره شویو اقداماتو څخه ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د ځان ستاتلو په موخه یې ادارې سره په تطبیق کې مرسته وکړي.
د کمیټې د پرېکړې له مخې اړونده امنیتي او ملکي مسؤلین مکلف دي چې پرېکړې تطبیق کړي.

د پاکستان پوځ د حکومت په غوښته د کرونا په مخنیوي کې مرسته کوي

د وري، حمل  ۶  مه  ۱۳۹۸

د پاکستان صدراعظم  عمران خان د دې هېواد له  پوځ څخه غوښتي چې د کرونا وايروس  له امله  اوسني وضعيت ته په  پام سره بايد د مرکزي او ايالتي حکومتونه  مرسته  وکړي دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د کرونا وايروس له  امله  د اغېزمنو کسانو شمېر نهه سوه نوي ته  رسېدلی دی او په پنجاب ايالت کې هم د کرونا وايروس لومړۍ ناروغ  ساه  ورکړې  ده.

حکومت  له  پوځ څخه  د هېواد د اساسي قانون د دوه سوه پنځه  شپېتمې مادې له  مخې غوښتي چې په اوسني ناورين کې له  ملکي ادارو سره  اوږه  په اوږه  مرسته  وکړي.

په پاکستان کې دا مهال ټولې لويې لارې، ښوونځي، بازارونه ، مارکيټونه  او کاروباري مرکزونه  د راتلونکې اپريل مياشتې تر پنځمې نېټې پورې تړل شوي  او خلکو ته  ويل شوي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

حکومت  اندېښنه  لري، چې که  د وايروس  د مخنیوي په  لړ کې ګامونه  وانه  خيستل شي او په خلکو کې عامه پوهاوی زيات  نه  شي، کېدای شي د مړو شويو او ناروغانو شمېر نور هم  زيات  شي.

په  بلوچستان کې دا مهال يوسل لس تنه  په کرونا وايروس اخته  شوي دي خو بېګا ناوخته  د ايالت  روغتيايي چارواکو ويلي، چې په  بلوچستان کې ځيني قرنطين شوي کسان له  معايناتو وروسته  کورونو ته  لېږل شوي او دا د وايروس په کابو کولو کې يو ښه  ګام  دی.

کرونا وايروس چې په ګاونډي چين کې په لومړي ځل خپور شوی، اوس د پاکستان او افغانستان په شمول د نړۍ يونيم سل هيوادونو ته  رسېدلی دی او د ياد وايروس له  امله  شاوخوا اتلس  زره کسان مړه شوي دي.