په هرات کې د کرونا له وېرې د ورځې پر ګرځېدو بنډیز ولګول شو

په هرات کې د کرونا له وېرې د ورځې پر ګرځېدو بنډیز ولګول شو

March 25, 2020

۱۳۹۹/۱/۴

تلوسه راډیو:هارون/هرات

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۵ ته ورسیدلي او نن یوه ۴۵ کلنه مېرمن په هرات کې د کرونا له امله مړه شوه په هرات کې د ورځې پر ګرځېدو کلک بنډیز ولګول شوو خو د بلې خوا له ایران څخه لا هم هره ورځ زرګونه افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ته راځي.

نن د هرات ښار د کورنا د نه خپرېدو په موخه ۹۵ سلنه تړلې وو، پولیسو په جدي ډول  په ښار کې د خلکو د تګ راتګ مخنیوی تر سره کوي خو یوشمېر کسانو کلک انتقادونه وکړل خلک وايي، د اسلام کلا بندر دې وتړل شي روغتون دې جوړ شي نه دا چې ښار تړل کیږي او پر خلکو محدودیت وضعه کیږي دا محدودیت زموږ د غریب ولس سره نه ښايي.

د لویدیځ د علماوو شورا مشر مولوي خدایداد صالح وايي، اول دې حکومت خلکو ته ډوډۍ پیدا کړي چې له لوږې مړه نشي بیا دې ښار قرنطین کړي.

بلخوا  د هرات ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشیمي نیوکه کوي چې په هرات کې روغتیايې توکي نشته درمل نه دي را رسېدلي خلګو ته هیڅ راز خدمات نه وړاندې کیږي خلک د لوږې سره مخ کیږيد پولیسو محدودیت خپل یوه ناورین ته لاره هواره کړي.

د هرات د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايي، موږ تدابیر لرو خو د خپلو امکاناتو په اندازه او د ده په خبره دوی دا مني چې د روغتیايې توکیو د کمښت سره مخ دي خو وايي، په ټوله نړۍ کې دا مشکل شته یوازې دا هرات نه دی خو بیله دې چې خلګ له کورونو را نه وځي بله چاره نشته.

د هرات د والي ویاند وايې ښار په بشپړ ډول نه دی قرنطین شوی یوازې د خلکو پر تګ راتګ محدودیت وضعه شوی او دا کار د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز تر سره شوی.

باید وویل شي چې نن د هرات په ښار کې دولتي ادارې بندې مارکیټونه تړل شوي وو یوازې یوشمېر د خوراکي توکیو هټیو ته د پرانيستل کېدو اجازه ورکړل شوې وه خو له کلک بنډیز سره سره یوشمېر بیوزله کسان بازار ته د توکیو د پلور لپاره را ووتل.

View 11

Create Account



Log In Your Account