د لښکرګاه ښاروالۍ له لورې په ښار کې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه دوا شيندنه پېل شوه

۷/۱/۱۳۹۹

تلوسه/هلمند

د کرونا ویروس د مخنیوي او وقایوي تدابیرو په خاطر د لښکرګاه ښار په ګڼ میشتو سیمو ، دولتي ادارو او عامو ځایونو کې د یاد ویروس د مخنیوي په خاطر دوا شيندنه پېل شوه چې د لښکرګاه ښاروالۍ له لورې د یوه ځانګړې ټیم د لارې په اوونۍ کې دوه ځله دوا شيندنه کیږي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د خبرو پر مهال وویل: کرونا ویروس چې په ټولنه نړۍ کې خپور شوی او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم مثبتې پېښې ثبت شوې دي باید عام ولسونه هم ورته پوره چمتوالی ولري.

یاسین زیاته کړه د لښکرګاه ښاروالۍ د یوه ځانګړې ټیم د لارې به په ښار کې دوا شيندنه کیږي ، د دې تر څنګ به عامې روغتیا او ټول دولتي ادارې دکرونا مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي برخه کې پوره چمتوالی لري او په عملي ډول به فعالیتونه تر سره کوي.

د هلمند والي له ټولو هلمندیانو وغوښتل چې د کرونا ویروس جدي ونیسي او د مخنیوي په برخه کې يې د روغتیايي کارکوونکو لارښوونې عملي کړي او کرونا باید جدي ونیسي.

د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي د خبرو پر مهال وویل چې د دوا شيندنې د دې ځانګړې ټیم دلارې به په اوونۍ کې دوه ځلې دوا شيندنه ترسره کیږي چې د اوس لپار يې یو ټانګر موټر ورته چمتو کړی چې تر ۱۰۰۰۰ لس زره لیټره د مکروب ضد درمل پکې جوړ شوي او د مصرفېدو وروسته به نور هم ورته چمتو کیږي.

ډېر هراتیان د بنډیز په دویمه ورځ بیا هم په کورنو کې پاتې شول

۱۳۹۹/۱/۷

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د هرات ښار نن د دویمې ورځې لپاره خاموشه او تړلې وه دلته یوازې هغه ضروروي هټۍ پرانیستې وې کوم چې خوراکي توکي، ډوډۍ، غوښه میوه او درمل یې پلورل.

ښاریان وايي، دا چې کرونا دومره جدي شوې دوی د حکومت په خاص ډول د عامې روغتیا ریاست لار ښود ته مثبت ځواب وايي او له کورونو څخه نه راوځي.

بلخوا د هرات د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايي ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې سیار ټیمونه په ښار کې ګرځي هغه کسان چې علایم یې مشکوک او کرونا ته ورته وي او امکانات ولري دوی یې په کورونو کې قرنطین کوي او هغه کسان چي دوی یې ځای مناسب تشخیص نکړي د هرات امبولانس له لارې په وړیا ډول روغتون ته انتقالیږي او تر جدي مراقبت او درملنې لاندې راځي.

د هرات ولایتي شورا غړی ډاکتر مهدي حدید د کورنیو څخه غواړي چې په جدي ډول د کرونا د مخنیوي په موخه روغتیايي برخو ته پاملرنه وکړي ډاکتر حدید د ښاریانو څخه غواړي چې د حکومت ملاتړ وکړي او کرونا ته په ګډه باید ماتې ورکړل شي.

د ویلو ده که څه هم هرکال د پسرلي په ورځو شپو کې خلګ مېله ځایونو ته وتل خو دا چې په ټوله نړۍ کې کرونا خپره شوې او ضرورت شته چې خلک په کورنو کې پاتې شي د هرات ډېری اوسېدونکي د حکومت په غوښتنه ځانونه په کور کې ساتي تر څو په راتلونکي کې خلکو ته ستونزې پېښې نشي.

پکتیا: د کرونا ویروس د مخنیوي په پار،د ښار هوټلونه او حمامونه وتړل شول

۱۳۹۸\وری\ ۷ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــــــ پکتیا

په پکتیا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار د هڅو په لړۍ کې د دې ښار ټول هوټلونه او حمامونه وتړل شول.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تلوسې راډېو ته وویل،  دوی دا اقدام تېره ورځ کړی او له دې سره به د دغې ناروغۍ د مخنیوي چاره کړندۍ شي.

دی وايي، دا کړنه يې یوازې د پکتیا تر مرکز ګردېز ښاره پورې نده منحصره کړې، بلکې دا لړۍ به لېرې پرتو ولسوالیو او سیمو ته هم وغځوي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي، دوی اوسېدونکو ته د دې ناروغۍ په اړوند د عامه پوهاوي پروګرامونه ګړندي کړي او تر څنګ یې نور جدي تدابیر هم نیولي دي.

د دې ریاست رییس ولایت خان احمدزی زیاتوي، دوی له لوګر او نور ولایتونو څخه د راتلونکو کسان معاینه کوي، شکمن کسان دې ولایت له داخلېدو منعه کوي.

ولایتي اداره او عامې روغتیا ریاست داسې مهال دا اقدامات کوي، چې تېره ورځ د پکتیا اوسېدونکو د کرونا مخنیوي په پار د ولایتي ادارې هڅې په نشت حساب وبللې .

په کوېټه کې حکومت هزاره مېشتې سيمې په بشپړه توګه تړلي

د وري، حمل  ۷  مه  ۱۳۹۸

 د بلوچستان دولتي چارواکي فیصل اصغر په کوېټه کې د کرونا وايروس د مخنيوي په لړ کې له جوړې شوي غونډې وروسته  ويلي چې حکومت د کوېټې هزاره مېشتې سيمې هزاره ټاون او مري اباد په بشپړه توګه  د تړلو امر کړی دی چې له مخې به يې يادو سيمو ته تلونکې ټولې لارې وتړل شي او د سيمې اوسېدونکو ته  به اجازه ورنه  کړل شي چې د ښار نورو سیمو ته  تګ  وکړي. له  ايران څخه  راغلي د زيارت کوونکو زيات  شمېر د هزاره  توکمه  شعيه  مسلمانانو دی، چې په هزاره ټاون او مري اباد سيمو کې مېشت  دي.

ښاغلي اصغر زياته  کړې، چې دا پرېکړه يې وروسته  له  هغه کړې چې د يادو سيمو اوسېدونکي په دې وروستيو کې له  ايران څخه  راستانه  شوي، که  څه  هم د دوی معاينات شوي او پايلې يې منفي څرګندې شوې، خو احتمال شته چې د کرونا وايروس بېرته  راژوندی او له  دې سيمې نورو سيمو ته  خپور شي.

د نوموړي  په  خبره دا مهال په وايروس اخته  کسان يوازې په کوېټه  کې دي، ځکه  نو د کوېټې ټولې لارې د ايالت  له  نورو سيمو سره تړل شوې دي.

د بلوچستان حکومت  وياند لياقت  شاهواني بيا رسنيو ته  ويلي، چې په ايالت کې په کرونا وايروس د اخته  کسانو شمېر يو سل دېرش ته  رسېدلی دی د وايرس د مخنیوي په لړ کې يې ټول لازم اقدامات کړي، او حکومت  هڅه کوي، وايروس له کوېټې نورو سیمو ته  خپور نه  شي په کوېټه کې د ناروغانو د درملنې لپاره  قرنطين مرکزونه  جوړ شوي او زرګونه  روغتيايي کارکوونکي په  دنده ګمارل شوي دي.

په  بلوچستان کې د کوېټې په فاطمه جناح روغتون کې بستر په کورونا وايروس اخته  اويا کلن ناروغ تېره ورځ ساه  ورکړه ياد ناروغ  څو ورځې وړاندې له  ايران څخه  کوېټې ته راغلی وو.

ننګرهار کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول

پبجشنبه ۷ وری ۱۳۹۸

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ضبط شول.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوی دی.

غزني کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه شول

پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۸

ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف او ضبط کړی دی.
پدې موټر کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېټ له ډوله، د سړک غاړې ۳۹ عدده ریموټ کنټرولونه، ۱۵۰ متره او څلور بستې ثانیه سوز فلیتې چې د سړک غاړې ماینونو په جوړونه کې ترې استفاده کېږي؛ ځای پر ځای شوي وو.
وسله والو غوښتل له یادو چاودېدونکو توکو څخه په غزني او ګاونډیو ولایتونو کې د وژونکو پېښو په طرحه او سازماندهي کې استفاده وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ګډو ځواکونو لخوا کشف او تر لاسه شول.
د دې موټر په کشف او ضبط سره له لویو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.

په ننګرهار کې د وترنرانو اتحاديې د دوا شیندلو کمپاین پېل کړ

۱۳۹۹/۱/۷

تلوسه : میرویس رحماني /ننګرهار

داسې حال کې چې په هېواد کې دکرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۴ ته ورسېد، همهاله ورسره د ننګرهار ولایتي ادارې د جلال اباد ښار د تړل کېدو پرېکړه وکړه په ښار کې  د وترنرۍ د برخې روغتیا پالانو د کرونا د مخنیوي په موخه د دوا شیندلو کمپاین پېل کړ.

وترنر عظیم الله میاخیل تلوسې راډیو سره په خبرو کې وویل  د دوا پاشلو څخه موخه خلکو ته عامه پوهاوی او د کرونا ویروس د راتګ پر وړاندې احتمالي تیاری بولي.

حسیب الله ترکي د وترنرانو د اتحاديې رئیس کرونا ویروس د نړۍ لپاره ستر ګواښ بولي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې، له اړتیا پرته دې ښار او د ګڼې ګوڼې ساحو ته تګ راتګ نه کوي.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي،د دوی د پرېکړې له مخې سر له پنجشنبې به د جلال اباد په ښار کې د خوراکي توکو، صرافۍ او روغتیایي مرکزونو پرته به ټول ښار د یوې میاشتې لپاره تړلی وي.

میاخیل وایي، د یوې میاشتې لپاره یې د ښار له تړل کېدو موخه د کرونا ویروس مخنیوی دی.

په ورته مهال د سوداګرۍ او هټیوالو خونې مسولین وایي، د تړل شویو هټیو به د یوې میاشتې کرایه نه اخیستل کیږي.

ولایتي چارواکي داسې مهال د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د جلال اباد ښار د تړل کېدو امر کړی چې، تر اوسه په ننګرهار کې د کرونا ویروس پنځه مشکوکې پېښې ثبت شوي چې نتیجه یې منفي وه.

 

په پښتونخوا مردان کې په کرونا ککړ يو ناروغ ټول کلۍ په ويروس اخته کړی

تلوسه / نيازمحمدخان پېښور

۱۳۹۹/۱/۷

د پښتونخوا مردان منګا سيمه کې د عمرې نه راغلی په کرونا اخته سعادت خان نومي کس ته مبارکۍ له ورغلي  کلیوال په لسګونو کسان په کرونا ويروس باندې اخته شوي دي چې له امله د پښتونخوا حکومت لخوا ټول کلی په خپله ولقه کې اخستی دی او هيچاته د کلي نه د وتو اجازه نه ورکړل کيږي.

 بلخوا صوبايي حکومت د کلي خلکو د معاينې کار پېل کړی چې د معاينې وروسته په شپږ څلوېښت کسانو کې د نهه ديرش کسانو طبي معاينه کې د کرونا ويروس مثبت ختلی سعادت خان  تېره ورځ د پېښور په روغتون کې ساه ورکړه په دې هکله تلوسې راډیو ته د پښتونخوا روغتیا وزیر تیمورسلیم جهګړه وویل چې د سعادت خان سره د لېدو وروسته ګڼ شمېر کسانو کې ویروس موندل د اندېښنې وړ خبره ده خلک باید د دولت لارښوونې تعقیب کړي .

بلي خوا په قبايلي سيمو کې خلک د حکومت لارښوونې نه پېروي چې له امله یې په ساحه کې د کورونا وبا خپرويدو اندېښنه ده د خيبر, باجور ,وزيرستان ,اوبنو بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه په نظر راځي خلکو د دولت ويناوې په شا اړولي دي.

په پښتونخوا کې يو خوا کاربنديز دی او دولت لخوا د تيل او خوراکي توکيو په بيعو کې د کموالي اعلان هم کړی دی  خو بلې خوا ځايې دوکاندارانو خوراکي توکوبيې زياتې کړي دي چې ورسره خلک د سختو مشکلاتو ښکاردي دوکاندارانو په وينا  چې دوی ته په سوداګريز مرکزونوکې سامان نه پوره کيږې د يادولو ده چې په پاکستان کې د کرونا ويروس ناروغان د زرو شمېره اوړېدلې ده او تردې دمه اته کسان د ويروس له امله د پاکستان په جلا جلا برخو کې مړه شوي هم دي .